نظــر

بې ناموسه کاندید!

ښایي د ټولټاکنو پرنامه د راتلونکې ډرامې یو حکمت دا هم وي، چې سکولرستان پخپل منځ کې د یوبل د بربنډولو هڅې کوي. په دې بربنډتوب کې ښایې مبالغې هم وي، خو ځینې خوندور او ځینو ته ترخه حقایق راښکاره کېږي.

دا موزده کړل، چې نړیوال مفکر(!) تر شپږو ثانیو زیاتې پرلپسې خبرې نه شي کولای، او په ښکاره وايي چې دینی ارزښتونه انساني قیودات رامنځ  ته کوي، چې د ابیا د نړیوالتوب خنډ ګرځي، دهغه د تفکر پر اساس د هغه مریدان هم داتبلیغوي چې دین باید شخصي مسله وګڼل شي او په سیاسی امورو کې داخل نه شي، ځکه چې بیا له نړیوالو سره پّ اړيکو کې خنډ پېښوي.
دا مو زده کړل چې تورزن صیب د خپلو موخو د موندنو لپاره قرآن تحریفوي او پر همدې هم وپوهیدو چې  د شخصي ګټو لپاره ګوندي تګلارې یاهم اسلامي ارزښتونه مانا نه لري، ځکه خو ټلوال عبدالله او اسلامپال محمدخان سره په یودسترخان کېناستل.
مګر نوې کاغذپېچ او خوندوره خبره داده چې د نوماندانو په لیست کې د ای اس آی کلک پیروی او داوباما دټاکنیز کمپاین ملاتړي ګل اغا شیرزي په وازه خوله وویل چې راتلونکو ټاکنو ته بل ولاړ درانی نوماند زلمی رسول نه ځمکه لري نه ناموس!!
ډېری ډایریکټران د راتلونکې ډرامې اتل یاهېرو همدا بې ناموسه نوماند بولي، ځکه چې د کرزي ورور قیوم کرزی هم دده به ګټه تېر شو او کرزی خپل ورور په تشه ځمکه نه ولي، او د زلمي رسول مرستیال احمد ضیا مسعود د داسې چا ورور دی چې د سې آی اې په ډېرو اږدو ډرامو کې اتل پاتې شوی دی. پر دې سربېره راغلي مېلمانه چې د راتلونکې ډرامې د سناریو لیکلو، ډایرکټرې او شوټینګ ټول مسوولیتونه په غاړه لري،  داسې تبلیغوي چې د دوی په شتون کې تش پرنامه د افغانستان واک باید له دراني کورنۍ په بله لاړ نشي.
د کانديدانو فیسبوکي مبلغین او د فرهنګي مسوولینو پرنامه فصیح چاپلوسان د دې لپاره چې خپل ټاکلی بادار ښه معرفی کړي د نورو دبادارانو د سپکولو هڅې کوي. په داسې شرایطوکې ډېرې داسې خبرې کېږي چې ښايي د منلو نه وي، ځکه چې د کمپاینرانو پرنامه ضمیر پلوري چاپلوسان د خپل بادار د خوښۍ لپاره ډېر منلي ارزښتونه هم ترپښو لاندې کوي، چې په دې برخه کې د مفکر صیب لارویان ډېر وړاندې دي، ځکه چې هغوی د تفکر پر اساس د تحول لپاره تجسس کوي.
مګر دا چې دیوکاندید له خولې پر بل کاندید داسنادو دشته والي له ادعا سره دا یوه دعوه کېږي، باید ومنل شي، ځکه د بلډوزر غوندې سړی په دومره پراخه غونډه کې دومره لوی دروغ په دومره صراحت نه شي ویلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x