افغانستان

د حج څخه د راګرځېدو پر مهال عبدالغفار په هوايي ډګر ولي ونیول شو؟ – تازه معلومات او غبرګونونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): لیکوال عبدالغفار جبیر د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال د کندهار هوايي ډګر چارواکو ونیوی کله چې نوموړی د خپلې مور سره د حج تر ادا کولو وروسته کندهار ته را ورسید.

نن ټکی اسیا ته د جبیر د کورنۍ یوې سرچینې وویل چې دوی په هوايي ډګر کې د نوموړي راتګ ته په خوشحالۍ ور ټول شوي وه، خو وروسته یوازي مور را ووتل او جبیر یې ګرځولی وو، چې له امله یې دټولې کورنۍ خوښي په غم بدله شوه او مور یې هم له پرېشانۍ په هیڅ نه پوهیده.

یادې سرچیني وویل چې د هوايي ډګر امنیت د مسافرو او د هغه د مور مخته ورته وویل چې ته دې خوا راشه، «ته طالب یې»، او بیا یې هیڅ درک ونه لګېد چې جبیر یې څه په وکړ او چیري يې یووړ.

ددې تر مخه یوې سرچینې چې په لومړي ځل یې نن ټکي اسیا ته د نوموړي د نیول کېدو خبر راکړ، وویل چې د ملي امنیت چارواکو هغه کابل ته انتقال کړی دی، خو یوې بلي ډیري نیژدې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی پوره معلومات نه لري چې هغه چیری دی، دوی اوس هم شکمن دي چې جبیر به په کندهار کې د ملي امنیت سره وي.

نوموړي وویل چې مونږ هر ځای مراجعه وکړه خو هیڅ څوک راته معلومات نه راکوي چې جبیر یې پر څه نیولی او اوس چیري دی.

عبدالغفار جبیر څوک دی؟

عبدالغفار جبیر له هر ډول سیاسي تړاوونو او نسبتونو لرې متدین ځوان دی. عصري زده کړې یې کړې او په انګریزي، فارسي، عربي او اردو ژبو پوهیږي. پلار یې د پخواني جهاد په وخت د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي ګوند سره تړاو درلود، مګر جبیر خپله د سیاست او ګوندیتوب هوس نلري. هغه د پاکستان د بلوچستان په یوه لرې پرته علاقه ګردي ځنګل کې، په یوه خټین غریبانه کور کې اوسي، د خامو خښتو نه جوړ دوکان لري چې افغان مهاجرو ماشومانو ته کمپیوټر، انګلیسي او خطاطي ور زده کوي. جبیر د خپل لاس په تڼاکو او د تندي په خولو ځان ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي. د علم ژوره تنده لري او دخپل استعداد په برکت یې د نړۍ په سطحه له مشهورو دعوتګرو علماء کرامو سره روابط پیدا کړي. جبیر ښایي ددې وخت یوازینی افغان لیکوال وي چې تر اوسه یې یوه سیاسي مقاله هم نه ده لیکلې. هغه له سیاست سره کومه علاقه نه لري. د خوښې وړ موضوع یې د اسلام دعوت دی، هغه د انټرنیټ له لارې د نړۍ خلک تلپاتې نیکمرغۍ ( اسلام) ته رابولي او د منسوخ او تحریف شوي عیسویت تر څنګ مسلمانان د الحاد څخه راګرځوي.

عبدالغفار جبیر چې د هیڅ سیاسي ډلې غړیتوب نلري نو ځکه ځان د کوم اړخ مخالف هم نه ورته ښکاري او نه له چا خطر احساسوي. هغه همیشه په افغانستان کې مختلفو ولایاتو ته سفرونه کړي، دتعلیم الاسلام او ګڼو نورو راډیوګانو سره یې مرکې او همکارۍ کړي او د یوه عام اسلامي دعوتګر په توګه یې فعالیت ته دوام ورکړی. (په نن ټکی اسیا کې د نشر شوي یوې لیکنې څخه اقتباس).

د عبدالغفار جبیر د نیول کېدو په اړه غبرګونونه:

د نوموړي د نیول کېدو د خبر تر نشر وروسته د فیسبوک هغه فعالان چې هغه پيژني، سخت خواشیني او شدید عکس العمل یې وښود.

د اکرم پاڅون په نامه یوه لیکوال نن ټکی اسیا ته په رالیږلي لیکنه کې په وروستي پیراګراف کې وویل:

پر جبیر برید مخامخ د اسلام پر دعوت برید دی، که د اسلام دعوه درانو نن د دې واقعي اسلامي دعوتګر غم ونه خوړ او پوښتنه یې ونه کړه نو په دې دي پوه شي چې په اسلام د ننګ کولو جذبه یې په زړه کې نشته. سیاسي خبرې او شخړې پر خپل ځای خو کفرپلوو ته اجازه مه ورکوئ چې اسلام پلوي توهین او تحقیر کړي. ځکه دغه آزمون که نن په جبیر دی سبا په تا هم را روان دی او که په تا رانشي نو ستا په اولاد او نسل خو ضرور راځي او بیا به یې بې رحمه کفرپلوي د سپیڅلو عقیدو تفتیش کوي.

مدني فعال خیر الله شینواري پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل:

د امنیت له لوري د وتلي دیني عالم او لیکوال عبدالغفار “جبیر” نیول کیدل په کلکه غندو، او زر تر زره یې د خوشې کېدو غوښتنه کوو.

یوه بل فیسبوکي فعال قطب الدین مشال ولیکل:

د دې حکومت کړندې دا په ډاګه کوي چې دا حکومت له جمهوريت څخه دومره لري دى لکه څومره چې ډونلډ ټرمپ له اسلامه لري دى.

احرار میوندوال:

دمولوي عبدالغفار جبير گنا څه وو دنصرنیت او یهودیت خلاف یی غږ پورته کړی وو دارګ خیلو مخه یی نیولی وو

حمدالله فطرت بیا «ارګ، حنیف اتمر، حامدکرزی، کریم خلیلي، احدي، سیاف، قیام الدین کشاف او دوا خان مینه پال» په فیسبوک کې مخاطب کړي او لیکلي:

د افغانستان اسلامي جمهوریت دعویدارانو!

د علماؤ بندي کول مو تاریخ ته لا شرموي!

خو تاسو کې پښتو چیرته ایمان چرته…

هغه دولت چې د کنسرتونو او فحاشۍ د بنډارونو امنیت نیسي د بې دینه ملحدینو او سیکولرانو لپاره محیط جوړوي.

خود به ددین داعي، جید دیني عالم مولوي Abdul Ghaffar Jubair حفظه الله ګرفتاروي

خود به د حق د مبلغینو د اواز د خپ کولو هڅه کوي.

موږ د مشهور لیکوال او علمي شخصیت عبدالغفار جبیر حفظه الله نیول کیدل په کلکه غندو او ژر تر ژره د ازادیدلو غوښتنه یې کوو.

علم په زندان کې نه تړل کیږي.

قاري توریالي طیب ولیکل:

دا هیواد به ښه جوړ شي، چې نه د داعي ژوند پکې اٰرام وي او نه هم د امام او قاري
جبیر صیب صرف یو دعوتګر استاد دی و بس

جانان خدرخېل ولیکل:

د مولوي صاحب Abdul Ghaffar Jubair په نیول کېدو له زړه خفه شوم، ما چې یې څومره لیکنې تعقیب کړي نو کټ مټ همداسې وو لکه نن.اسیا چې لیکلي، نوموړی په سیاسي ډګر کې بې پرې خو په اسلامپالو کې بې جوړې لیکوال و؛ حکومت دې دیني علماؤ ته قدردانی وکړي، کنه تاریخ ثابته کړې چې علماؤ ته سپک کتونکی دولت تر ډېره نه دی پاېیدلی.

استاد نثار احمد صمد واصفي پر خپل فیسبوک ولیکل:

د جبیر صاحب نیونه

لایق مبلغ ، واعظ ، عالم او زما صمیمي دوست ښاغلی عبدالغفار جُبیر د افغانستان د ملی امنیت ادارې له خوا ( کله چی د خپلی مور سره د حج تر اداینی وروسته د کندهار په هوایی ډګر کی کښته سو ) ونیول سو چی اوس یې برخلیک نامعلوم دی .

زه هم د ډیرو افغانانو غوندی په دې کار سخت خواشینی یم . الله تعالی دې جبیر صاحب د هر ډول فزیکی او ذهني کړاو څخه وساتی . څنګه چی جبیر صاحب یو دیني عالم او غیر سیاسی شخص دی ، نو د افغان دولت څخه هیله من یم چی بیرته یې په احترام سره خوشي کړی .
الله تعالی دې ساتندوی اوسه ګران جبیر صاحب .

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلان ولیکل:

دې ظلم ته ګورئ!

دومره سپک کار، دومره کمزوری عمل، له مورجانۍ سره یو ځای د حج له فریضې را ګرځي، هوایي ډګر کې ځوی له موره کابل ته لیږي، اختطاف کوي یې، هغه د دین عالم چا چې تل د عیسویت، کفر، شرک خلاف لیکنې کړي، د علمي مرکز یا انیستیتوت مشر وي.

د جبیر صیب ژر تر ژره د خلاصون په هیله.

تاریخ به تاسو ونه بښي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x