۳۵ کاله وروسته د سعودي پر تلویزون ښځېنه سندرغاړې را څرګنده شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): د سعودي حکومتي تلویزون پر پرده د ۳۵ کاله وروسته یو ځل بیا ښځینه سندرغاړې را څرګنده شوه.

د تفصیلاتو سره سم د سعودي حکومت په دې وروستیو کې د ښځو په اړه خپل د پخواني دریځ څخه تېر شو او هغوی ته یې د سړیو تر څنګ د نڅا او سندرو په پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورکړه، همداسي د سعودي باچا ملک سلمان د یوه فرمان له مخې پر ښځو د موټر چلولو پخوانی بندیز لیري کړ او له تیرو دوه شپو راهیسي د سعودي پر تلویزون د ښځینه سندرغاړو ویډیويي سندري پیل شوې.

د سعودي رسمي حکومتي تلویزوني شبکه پر یوه وخت څو تلویزونه لري چې په هغه کې عربي عام خبري او ټولنیز تلویزون، انګریزي تلویزون، د مکې او مدینې منورې لپاره ځانګړي تلویزونونه، ورزشي تلویزون او کتلوري تلویزون شامل دی.

د ثقافي تلویزون چارواکو پر ټویټر اعلان وکړ چې دوی به د سې شنبې په شپه د مشهوري عربي سندرغاړې «ام کلثوم» په سندرو پیل وکړي او بیا به فیروز او نورو سندرغاړو ته هم پر خپله پرده موقع ورکوي او په کراره به پرمختګ او تنوع په کښي راولي.

باید وویل شي چې د سعودي پر تلویزون که څه هم د نارینه سندرغاړو سندرې خپرېدلې خو د تیرو ۳۵ کلونو راهیسي د ښځینه سندرغاړو سندرو ته اجازه نه وه.

د یادونې وړ ده چې د سعودي د شاهي کورنۍ غړي او تجاران په عربۍ نړۍ کې د خبرونو، سندرو او فحاشي خپرولو تر ټولو بریالي تلویزونونه لري خو په رسمي کچه داسي یو قدم اخیستل د دغه هیواد د حکومت په نظر کې ستر بدلون بلل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د