
د کریمیا پر سر، نړیوالو زور واکانو په جي ايټ کې د «روس» غړیتوب ځنډولی
د نړۍ ۸ قوي هېوادونو د په «جي ایټ» کې د روس غړیتوب ځنډولی.
د فرانس د بهرنیو چارو وزیر رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کریمیا په اړه د روس او اکرائن تر منځ شخړې او بیا کریمیا د روس سره د یوځای کېدو له امله يې د روس غړیتوب ځنډولی. دده په وینا د روسانو پرته به د ۷ هېوادنو اتحاد به برحاله پاتې وي.
د جي ۸ هېوادنو څخه د وتلو په رد کې د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې لویدیځ روس ته دوکه ورکوي او د اوکرائن په مسئله کې يې له حده زیات تجاوز کړی.
له دې مخکې برتانوي حکومت د روس سره دوه اړخیزه پوځي اړیکې هم ختمې کړې. د برتانیې د بهرنیو چارو وزرات سکرتر ولیم هیګ په دې اړه ویلي چې د روس سره د پوځي اړیکو د ختمولو وروسته به دوی هغه پوځي تمرینونه چې په روس کې کېدل دوی برخه ونه اخلي.
یاده دې وي چې د اوکرائن یو ایالت کریمیا کې تېره ورځ د ټولپوښتنې وروسته د ۹۵،۵ سلنه خلکو رایه دا وه چې د روس سره یوځای شي، ددغه اعلان وروسته اروپايي احاد او امریکا د روس او اوکرائن په ۲۷ لوړ پوړو چاروکو بندیزونه لګولي او ددوی دارايي يې کنګل کړي.