افغانستان

نظرمحمد مطمئن د ملي امنیت له زندانه را خوشي شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): کابل میشتی لیکوال او د سولې فعال نظرمحمد مطمئن د ملي امنیت په زندان کې تر دوو میاشتو بند تېره ولو وروسته بالاخره را خوشي شو.

د نوموړي زوی پر خپل فیسبوک پاڼه د پلار د راخوشي کېدو خبر تایید کړ.

تر اوسه د مطمئن د نیولو کېدو په اړه په رسمي ډول ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او نه هم نورو چارواکو څه ویلي دي، خو د جولايي میاشتې پر ۳۱مه نیټه (دوشنبه ، ۹زمری) هغه مهال ونیول شو کله چې نوموړی له پوهنتون څخه کور ته پر لاره وو.

مطمئن له را خوشي کیدو وروسته

د مطمئن نیول کېدو سمدستي وروسته د ملي امنیت ادارې په دې اړه بېخبري وښودله او بیا هڅه وشوه چې داسي وښيي لکه هغه چې د یوې وسلوالې ډلې له لوري اختطاف شوی وي.

که څه هم په ټولنیزو پاڼو او مدني ټولنو کې توند غبرګون را پارولی وو او کره معلومات خپاره شوه چې دا کار ملي امنیت وکړ خو بیا هم ملي امنیت ډیر وروسته د مطمئن نیژدې خپلوانو او ملګرو ته منلې وه چې نوموړي له دوی سره دی او بیا یې څو اونۍ وروسته د لومړي ځل ملاقات زمینه ورته مساعده شوه.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې مطمئن د ملي امنیت په څلویښتم ریاست کې ساتل کیدی، کله چې ملاقات ورسره شوی وو، هغه وخت یې فیزیکي حالت ښه وو خو عصبي او روحي تکلیف ډیر ورکړل شوی وو او ډول ډول فشارونه باندي اچول شوي وه.

دا چي ولي يې بندي کړی وو، او ولي یې نه خوشي کوي، سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې نظرمحمد مطمئن د ولسمشر اشرف غني په اوامرو نیول شوی وو او تر هغه را لاندي هیڅ چا دا وس نه درلود چې هغه را خوشي او یا ورته واسطه شي.

دغه سرچینې نن ټکی اسیا ته همداراز ویلي وه چې د مطمئن د را ایله کیدو په بدل کې د حکومت یوازینی غوښتنه داده چې تر بند وروسته به نوموړی په تلویزونونو او رسنیو کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې نه کوی. که داسي یو تعهد وکړي ، نوموړی به ډېر ژر خوشي شي. خو مطمئن د غیر قانوني غوښتنو منلو څخه انکار کړی وو او د اساسي قانون سره سم یې خپل د رايي د اظهار پر حق ټینګار کاوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې مطمئن ولي نیول شوی وو او بیرته په کومو شرایطو را خوشي شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم له دجالی زندان له شکنجو څخه د سولی اتل د ژغورنی مبارکی پیغام دروند ورور مطمن صاحب السلام علیکم ! محترم سکه ورور مطمن صاحب، درنی کورنی ته یی ( په ځانګړی ډول ثناولله خان ته ) خپلوانو او دوستانو ته د دجالی زندان له شکنجو څخه د سولی د اتل د ژغورنی مبارکی وایو. الله ج دی وکړی چه د زندان د شکنجو کوم اثر ورته موقتی یا دایمی پاتی شوی نه وی او نه یی په سولییزو هلو ځلو کی د ارادی کموالی رامنځته شوی وی یا رامنځته شی ، الله ج دی تل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x