شعـــــرونه

نظم

زموږ نړۍ درسره فرق لري ډېر
دا د آهـــونو اســـويلو نـــــړۍ ده
دلته زګيروي دلته زخمونه ډېردي
دا د بــــې پلاره اولادو نـــړۍ ده

______
زمـــوږ نړۍ له تاسو بېـــله نړۍ
دلته غمونه دي بمــــــونه اووري
نه مواسمان شته نه يې وريځې وينو
دلته د ويــــــــنوبارانونـــه اووري
______
زموږ نړۍ څه عجيبه نړۍ ده
موږاسمان نه لروموږلمـــــرنه لرو
چې انتقام بيا له غليمه واخـــلي
موږ احـــــمد نه لرو اکبرنه لرو
______
زمــــوږ نړۍ د ژړاګانو نــــړۍ
موږناديده يو دا خندا څــه وړوي؟
تردم شېبې خوښي په موږه قران ده
دغه رقص څه وړوي؟ګډاڅه وړوي؟
_______
زمــــوږ نړۍ د اسويلونــــړۍ ده
مړي موشته دي خو کـــفن نه لرو
موږپه قبــــرونو کې ټوټې خښوو
که ســـريې وي بيايې بدن نه لرو
_______

زموږ نړۍ ده له غمــــونو ډکه
موږپه غمونوکې پراته خلک يو
زموږله سترګواوښکې نه وچېږي
له خپلواوښــــکونه ړانده خلک يو
_____
زموږ نړۍ درسره فرق لري ډېر
تاسې خولمرلرئ اسمان هم لرئ
مغروره خلک ياست هواکې ګرځئ
اليکوپتــــرلرئ ،ټانـــګان هم لرئ
_______
زموږ نړۍ درسره فرق لري ډېر
خو واوره مټې لرو زور لرو موږ
ترخپل وطن او دين به تل ځارېږو
څه دى که تاسې له خواتورلروموږ
_____
زمـــوږ نړۍ دسرواورونونړۍ
موږ په اورونو کې پاخه خلک يو
غليمه دا خيال دې له ســــره باسه
چې ګوندې اوس هم لاويده خلک يو
______
زموږ نړۍ درســـــره فرق لري ډېر
خو واوره سيال به دې اوس ځان کړمه زه
 دلته بـــــه مينه وي ښـــکلا به اوري
پښـــتون ،تاجک به يوافغان کړمه زه
______
زموږ نړۍ ده د ډغـــــــــــــرونړۍ
موږپه تياره کې لوى دشپې خلک يو
مــوږ ګيدړنه يو چې ازاد به ګـــرځو
مـــوږ يو زمري د زولنې خــــلک يو
________
زموږ نړۍ بــــــــېله اوستاسو بېله
تاسې رنګونه ويــــنئ خوند پـېژنئ
کنه انکارخو له دې هــــــم نه کوئ
مــــــــــــــلاله پېژنئ!ميوندپېژنئ!
________
زموږ نړۍ به وي هــــــماغه نړۍ
دتورې خرپ به دې يادېږې که نه!
زوى مړيه څه وړبه دې زړه نه وځي
زړه دې لا اوس وايه لړزېږې که نه!
_____
زمو ږنړۍ به د رڼـــــا نړۍ وي
دلته به وړانګې له قرآنه اووري
نوربه نوچاته هيڅ احتياج نه لرو
دلته به هرڅه له اســـمانه اوري
______
زموږنړۍ به اوس وي بله نړۍ
هرمکناټن ته بـــــــه اکبرپيداشي
د ننۍ زمـــــانې دې نـــمرود ته
به د خداى دوست زوى د آذرپيداشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x