افغانستان

تعلیم الاسلام راډیو: «عبدالغفار جبیر» زمونږ همکار او د عیسویانو له خوا ورته ګواښونه شوي وو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): د کندهار دیني راډیو «تعلیم الاسلام» پر خپل فیسبوک پاڼې د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې عبدالغفار جبیر ددوی همکار او پر خپل فعالیت ورته د عیسویانو له خوا تهدیدونه شوي وه.

دغه راډیو لیکلي چې عبدالغفار جبیر ورسره په لاندي علمي موضوعاتو کې همکاري کوله:

اسلام او ساینس

نبي کریم ﷺ د غیرمسلمانانو په آند

د ملحدینو د اعتراضاتو جوابونه

پر اسلام د اعتراضاتو علمي جوابونه

ډارونیزم او د هغه رد

د تحریف سوي بایبل او عیسایت پيژندنه

د عیسایانو د سوالونو جوابونه

د عیسايي راهبانو سره مناظرې

روغتیایی لیکني

په خبرپاڼه کې راغلي:

«دا چي نوموړی د چارواکو د خوا د حج څخه د راستنیدو پر مهال د استقبال پر زای توقیف او نیول سوی او د خپلي سپین سري مور څخه جلا سوی دی الله تعالی دي نوموړی علمي شخصیت د هر ډول مشکل څخه خلاص کړي، موږ يې په خبر ډیر خواشیني یو، هیله ده چي مسؤلین يې بیرته په احترام سره خوشي کړي.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «د جبیر صاحب په لاس ډيرو غیر مسلمانانو اسلام قبول کړی دی او نوموړی په درسته نړۍ کي د خپل علمي خدمت په وجه خواخوږي لري».

د عیسایانو د ګواښ په اړه په خبرپاڼه کې ویل شوي: «جبیر صاحب ډیر موده مخکي ویلي وه چي زه ځکه په یوه خوندي ساحه کي اوسیږم چي ما ته عیسیانو ډیر تهدیدونه راکړي دي».

عبدالغفار جبیر تېره جمعه په کندهار هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو کله چې هغه د خپلې مور سره یو ځای د حج فریضې تر ادا کولو وروسته د کندهار هوايي ډګر ته را ورسید.

یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې په هوايي ډګر کې د ملي امنیت چارواکو هغه ته وویل چې ته «طالب» یې ، دلته راشه،، او بیا یې درک ونه لګېد چې څه یې په وکړه، ځکه مور یې له هوايي ډګره یوازي رخصت شوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې «جبیر» چیري دی او نه یې چارواکو په اړه څه ویلي دي، ځینو سرچینو مخکي نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې جبیر کابل ته انتقال شوی خو یوې بلې سرچینې بیا وویل چې هغه اوس هم په کندهار کې ساتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x