
پاکستان پر ننګرهار سل راکټونه را ویشتلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): نن د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د والي ویاند خبر ورکړ چې د پاکستان له اړخه پر ننګرهار سل راکټونه او د توپ درنې مرمۍ ویشتل شوي دي.
عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې څخه پاکستاني ځواکونو اچین او نازیان ولسوالۍ په نښه کړي دي، چې په هغه کې ۳۷ د توپ درنې مرمۍ د اچین ولسوالۍ په عبدالله خیل او بندر سیمه کې لګېدلي، ۸ د توپ مرمۍ او ۴۴ هاوانونه د نازیان ولسوالۍ په دریو کلیو کې لګيدلي دی.
د خوږیاڼي په وینا دغه بریدونه تېره شپه شوي او تر اوسه پوري یې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکول شوی.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي د پاکستان د پوځ د مشر قمر باجوه چې دوه ورځې وړاندي کابل ته راغلی وو، دغه موضوع یې ورسره یاده کړې.
بلخوا د ننګرهار د ولایتي شورا غړو د حکومت څخه غوښتي پاکستان ته بالمثل ځواب ورکړي.
ډیر ښه کار کوی ، کشکی د ع او غ ډمانو غلامو د دلکشا او سپیدار ماڼیو ته یی راکتونه او میزایلونه ومښلی او د بوش، اوباما او ترمپ دغه غبرګون فاحشی ووژنی د افغانیت نوم ورپوری دی چه له شرمه یی بی غمه شو . دغه غلامان په ځانګړی د روسانو بچی دولت وزیری ( قواره او وینه یی د روسانو ده او دبجو وینه یی له امریکایانو او انګریزانو ده ) چه زمونږ د مظلوم او بی دفاع اولس په وزنه غرګی کوی ولی د پاکستان دفاع نه شی کولای چه سل او زر راکتونه هغوی راغورځوی او… نور لوستل »