غزل/ هاشم سادات

هاشم سادات

نن ستا د حسن او جمال یوه خبره کوم
سر راښکاره کړه په دیوال یوه خبره کوم

ستا به وې څه عکس العمل که درته ځان او وایم
ګرانه اشنا هسې مثال یوه خبره کوم

نن خو مې پریږه د حیا په باب څه اووایمه
د پښتنې پیغلې په شال یوه خبره کوم

مرور مه زه رانه ګرانه ستا ګیلي منمه
ته خو مې اومنه اوس سوال یوه خبره کوم

چې د وحدت له صفه او وتل نو دغه حال دی
نن د پښتون قوم په زوال یوه خبره کوم

ملنګ سړی یم کبرجن سړی مې نه خوښیږې
دا درته نن د زړه د حال یوه خبره کوم

ساده ،هاشم، یمه په ډیرو قیصو نه پوهیږم
زه په محفل کې د کمال یوه خبره کوم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د