۲۸ کلنې خورکۍ پوره قرآن کريم په خامک ليکلی (انځوريز)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): په کندهار کې د زمرد افغان سليمانخيل په نوم يوې ۲۸ کلنې خورکې د قرآن کريم ۳۰ سيپارې له ژباړې سره يو ځای په لاسي خامک ليکلی دی.

دغې خورکۍ په خامک د قرآن کريم د ټولو (ديرشو) سيپارو په ليکلو پوره ۷ کاله او ۶ مياشتې کار کړی.

آغلې سليمانخيل وايي چې لومړۍ زده کړې يې هم نه دي پوره کړې، خو دا چې په لاسي خامک کې يې پوره مهارت درلود او له قرآن کريم سره يې بې مثاله مينه وه، نژدې ۸ کاله وړاندې په خامک د قرآن کريم ليکلو فکر ورسره پيدا شو او په کار يې پيل وکړ.

د زمرد په خبره، هره سيپاره په ځانګړي جلد کې ليکل شوې ده.

د دې ټول قرآن کريم په ليکلو کې ۲۷۰ متره سپين او زرغون ټوکر/رخت، ۶۳۰ ګوټه/کوکړۍ ګلابتون او وريښمین تار او ۶۰۰ ګرامه خالونه مصرف شوي دي.

دوه کاله وړاندې هم يو بل افغان خطاط (محمد مسلم حریر) چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په خپل لاس یې په ښکلي خط د ټول قرآن کریم د لیکلو افتخار تر لاسه کړ. دا مخطوط قرآن کريم د سعودي په رياض ښار کې د (مجلة البحوث الفقهية المعاصره) تحقيقي او علمي مجلې ادارې له خوا په ۲۰۰۰ ټوکه کې چاپ او خپور شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.