پښــــتو ادب

دوسمال لنډه کيسه

موريې په مهربانه غږ وويل.زويه!ناوخته شوپاڅه لومنځ قضاکېږي
.هېواد اړخ بدل کړ وبه يې کړم وخت شته دى.
نه زويه وخت نشته دادى لمر راخېږي.
هېواد په کټ کې نېغ کېناست سترګې يې ومښلې ستوماني يې وويسته مورې!ګرمې اوبه شته؟

هوپه تشناب کې مې تيارې درته ايښي ژرکوه چې پلاربه دې له جوماته راروان وي.
زرغونې په بخارۍ کې لرګي واچول په وړو بچيانويې بړستنې سمې کړې دتسپو په اړولويې شرو وکړه لايې نمايي ته نه وې رسولې چې دکوټې ورخلاص شو.
پوه شوه چې جاوېد دى
.سړيه! راځه بخارۍ ته نږدې کېنه يخ به دې شوى يي.
جاوېد په بخارۍ لاسونه ونيول هغه دبېلمازه زوى خو اوس راغى هغه لاټين ورنه دلته پاتې شوى وو؟شرمېږي نه دکلي واړه ماشومان ورنه وختي راغلي وې.
زرغونې ته د جاوېد هره خبره بېل ډول مالومېده.
سړيه څنګه په چپ اړخ راپاڅېدلى يې.ټوله شپه درسونه وايي سهار نشې پاڅېدلى لمونځ خو نه پرېږي کوي يي.
درس مرس نشته يارانې کوي ټوله شپه په ټېليفون خبرې کوي.ډېر سربه يې راته نه مېنځې.
زرغونې سرټيټ کړ زمازړه ته نه لوېږي چې هېواد دې له چا سره مينه وي.داپوهنتونيان تر ناوخته وېښ وي کوم ملګرى به يې و
.هلک نه وو جينۍ وه.
دا څه وايي؟
بېګاه مې په خپلو غوږو ورنه خبرې واورېدې.په ډېروخو پوه نه شوم خو مستوره مستوره يې ډېره ډېره يادوله
.زرغونه هېښه شوه مستوره؟کومه مستوره؟ستا ورېره که زما ورېره؟
په دې زه هم پوه نه شوم چې کومه وه؟
سړيه کومه بله به وي
زرغونې وخندل سړيه!څنګه به نه مئينږي دچا زوى دى؟خلپه څنګه وې هره ورځ به په يوه اوپه  بله  بهانه راروان وې تا باندې دا ترور دومره ګرانه نه وه خو؟؟؟؟
جاوېد نرۍ مسکا وکړه هغه خبرې پرېږده.
سړيه!هسې خو هم ورته ښځه به کو پرېږده چې دده هم دا ارمان پوره شي که هر چانه رېشته وغواړو څوک نه نه کوي اخير انجينر دي انجينر.
سهي ده خو ته يې مالومات وکړه چې څوک ده؟
دکلا دور غږ ددواړو خبرې پرې کړې چې ويې کتل هېواد و.
جاوېد وويل ښځې ته يې هغه بلې کوټې ته بوځه او خبره ورسره سپينه کړه.
هېواد لا کوټې ته نه داخل شوى چې زرغونې پرې غږ کړ.زويه!ته ودرې چې کار مې درسره دى.هېواد پښه نېولى شو اوله کوټې ووت.
هېواد حيران ولاړوو مورې خيرت دى؟
هو زويه يوه خبره درته کوم. .زويه درخصتۍ دې لا يوه مياشت پاتې ده ما ويل چې ښځه درته وکړو کله چې فارغ شوې به بيا به واده سره ګورو.
هېواد دا ساعت له خدايه غوښته خو په خوله يې څه نه ويل مورې!يوکال مې پاتې دى چې فارغ شوم بيا به ګورو سره اوس …..
نه زويه موږ په هر څه پوه يو خو ته دا راته ووايه چې کومه مستوره دې خوښه ده؟
دمستورې د نوم په اوريدو هېواد هک پک پاتې شو چې داخبره خويې تر اوسه هېچا ته هم نه ده کړې نو دوى څنګه پوه شول؟
.نه مورې چې هرڅوک کوئ زه څه نه وايم.تاسې خوښه زما خوښه ده.
نه زويه!زماوريره دې خوښه ده که د پلار دې؟
هېواد سترګې ځمکې ته واچولې مممممورې ستا وريره!
دډزو اوازونو ددواړو خبرې پر ې کړې دهېواد کشرى ورور په منډه راغى مورې!مورې!سليم ته يې دستمال راوړ دايوب ماما لور مستوره يې ورته کړې.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x