ولې افغانې رسنۍ د نظر محمد مطمئن د خوشي کېدا خبر نه نشروي؟؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): که څه هم په ټولنیزو پاڼو کې د نن ورځې تر ټولو مهم خبر د ملي امنیت له زندانه د لیکوال او سیاسي شناند (نظر محمد مطمئن) خوشي کېدل و، خو بیا هم په کابل کې مخکښو رسنیو د نوموړي خلاصون ته هیڅ خبري اهمیت نه دی ورکړی.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې دوه میاشتې وړاندي چې کله ښاغلی مطمئن ونیول شو په کابل کې مشهورو تلویزونونو او رسنیو ته د ملي امنیت له لوري خبر ورکړل شو چې په دې اړه به هیڅ خبر نه نشروي.

هغه مهال هم په ټولنیزو پاڼو کې د افغانانو د بحث ګرمه موضوع همدا وه خو بیا هم رسنیو هیڅ خبري انعکاس ورنه کړ او نن چې نوموړی راخلاص شوی، هم یې په اړه تر اوسه رسنیو چوپه خوله نیولې ده.

د ښاغلي مطمئن په نیولو او خوشې کیدو باندې هغو تلویزوني چینلونو هم سترګې پټې کړي چې تل به یې د نوموړي نظرونه او مرکې خپرولې او د بحثونو لپاره به یې خپلو ګردي میزونو ته ورباله.

د کارپوهانو په نظر د دولت له ملاتړه برخمنې رسنۍ چې له یوې مخې د ملي امنیت په لاس کې دي، خبرونه، پروګرامونه او میلمانه یې ټول د ملي امنیت په خوښه ټاکل کیږي، خو هغه رسنۍ چې ځانته ازادي او ناپییلې وايي، هغوی هم هغه وخت بې وسه شي کله چې د ملي امنیت له لوري وګواښل شي.

ډېر داسي شنوونکي او سیاسي مبصرین چې مخکې به د تلویزونونو په هر پروګرام کې حاضر وو، له ګډ حکومت سره د نظر د اختلاف له امله له تلویزونونو څخه منعه شوي او د لیکنو بندیزونه پرې لګېدلي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی د اسیا به دی ارزونه جه د کابل دغلامی اداری رسني ( حتی هغه رسنی چه تل به یی د مطمن سره مرکی لرلی ) ولی د مطمن په نیولو او خلاصولو چوپه خوله باتی دی په اړه به یی زه هم څه ځواب ولیکم : دموکراسی مخ او څټ لری ، مخ یی ښکلی ښکلی شعارونه لکه د بیان ازادی ، ټاکنی ( د خلکو حکومت د خلکو له خوا به خلکو باندی ) ، د شځو حقوق ، د بشر حقوق او داسی نور حقوق حقوق ډیر زمزمه کوی . په همدی شعارونه د مطلوبو… نور لوستل »