fbpx

کابل ته د پاکستاني لوی درستیز سفر

لیکوال:حبیب الله

۱۶ کاله وړاندې سیمې ته د یو لوی زبر ځواک په حیث د یوې نړۍ والي ټلوالې سره د امریکا له راتګ او پوځي حضور سره هر څه بدل شول د هیوادو په کچه سیاستونو او موخو تر پخوا ډیر تغیر وخوړ
پاکستان چې_ د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی وو او د سیمې په هره وړه او غټه پیښه کې یې مطرح والی طبعي خبره ده_د طالبانو په وړاندې خپله رویه بدله کړه او عملاً له نړیوالې ټلوالې سره ملګری شو او په اصطلاح ځان یې له سیاسي انزوا!څخه وژغوره.
لږ موده لا تیره نه وه چې ظاهراً له سیاسي صحنې څخه یوې خوا ته شوي طالبان بیا د عرض اندام په کولو سره د مسلحې مبارزي ډګر ته راووتل
دا چې نوموړی بهیر د اولس له منځه او د اولس په همکارۍ را پورته شوی وو ورځ په ورځ یې ریښې ټنګیدلې آن تر دې چې اوس یې د یوې داسي ونې حیثیت غوره کړی چې ریښي یې په ځمکه کې ډیرې لاندې او ښاخونو یې ډیره فضا اشغال کړي وي
دا چې په افغانستان کې هر وخت اسلامي خوځښت ګاوڼډیو او خصوصاً پاکستان ته منسوبیږي د طالبانو دا نوي را غبرګیدل هم د افغانستان دننه او بهر سیاسي کړیو کې په پاکستان وروتپل شول،غربي میډیا ددې ۱۶ کلونو په موده کې په مسلسل ډول دې مقلوب حقیقت ته په ډیره بې انصافۍ زور ور کړ او له دې سره سره د کابل ادارې له هر فرصت څخه په استفادې په وار وار امریکایانو ته ور یادوله چې د طالبانو ریښی په پاکستان کې دي
په دې سربیره په امریکایي اداره کې هم داسې اشخاص او حلقې وې چې همدې خبرې ته یې د حقیقت په سترګه کتل،د دې مثلث هڅو او هاند امریکا دې ته اړ ایستله چې پاکستان ته لیکه راکاږي او په ډانګ پېیلې معامله ترې وغواړي خو چې هره وجه وه:د پاکستان بریالۍ ډپلوماسي او یا د امریکا لخوا د یوې مناسبې موقع انتظار خو په دې اړه د بوش او د اوباما ادارو شف شف کول بلاخره د ټرمپ ادارې په شفتالو بدل کړ.
اوس پاکستان د تردد په څلور لارې ولاړ ښکاري:له یوې خوا د امریکا خفه کول هم خسرانِ مبین ورته ښکاري له بلې خوا له چین او روس سره د پاکستان دوستي او په نړۍ واله کچه د دواړو روښانه اقتصادي او سیاسي مستقبل هغه څه دي چې پاکستان یې د امریکا سره د زړه له اخلاصه ودریدلو کې زړه نا زړه کوي،تر ټولو یې مهمه په افغانستان کې د هند سیاسي او اقتصادي تشبث او د کابل له ادارې سره یې مخلصانه دوستي ده،
څه موده وړاندې غالباً داسې راپور خپور شو چې په افغانستان کې یې د هند د نظامي حضور او ریښو ځغلولو خبره کوله ښایې همدا وروستۍ خبره د پاکستان د زیاتې نګرانۍ سبب شوي وي او لرې نه ده چې د باجوه ورستی سفر دې هم له همدې خبرې سره تړاو ولري
پاکستان غواړي چې یوه داسي تګلاره او تګلوری غوره کا چې له دې ټولو ناخوالو څخه د ځان ژغورلو په معنا وي
پاكستان ته ښايي يو څوک دا مشوره وركا چې طالبان د خپلو فرضي ګټو په پار قرباني كړه خو د دې په ځاي به نيكه مشوره دا وي چې توكل په خدای ته دا ځل د قران دا قانون د خپلې پاليسۍ بنياد جور كړه چې (نِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ)او په خپل سياست كې اسلامي ارزښتونو ته لومړيتوب وركړه،ته باور وكړه چې همدا پاليسي به دې د ملي او منطقوي مقاصدو په پوره ګټه تمامه شي،ته د دې۱۶كلن تاريخ پاڼې په شا واړوه چې هر څومره كوښښ دې وكړ خو امريكا دې راضي ونه شوای ساتلی،ډیر ځله دې دا كوښښونه په كور دننه د سياسي احزابو او اولس په خفګان هم تمام شول خو امريكي د هر ځل لپاره د كور ودانۍ په ځای له مهم سياسي او نظامي رقيب هند سره په دوستي كې يو قدم وړاندي واخیست
نو اوس دې حقيقت ته په متوجه كيدلو سره داسې لاره غوره كړه چې له اسلامي او ملي مقاصدو سره په ټکر كې نه وي : په سيمه كې د روښانه مستقبل لرونكو قدرتونو ته ځان ښه نږدې کړه،له طالبانو سره كه څه همكاري لرې نوره یې هم ډیره او پراخه کړه ځکه حالاتو ډيرتغير کړی دی: امريكا ته پخوانی حيثيت او حالت نه دی ورپاته،طالبانو هم د خپل عمل او خبرو له لارې نړۍ ته ښودلې چې موږ د هيچا په خطر نه يو او مبارزه مو بين الافغاني ده چې په دې كار سره یې په نړۍ واله كچه ډير سياسي حيثيت ګټلی ،په كور دننه یې د ملي او وطني احساس په ښودلو سره خپل اولس تر ډیره خوشال او په ځان ډاډه کړی نو هغه ورځ لرې نه ده چې امريكا به له سيمې پښې سپكوي او د افغانستان په سياسي فضا به طالبان مسلط كيږي.
ان شاءالله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د