نظــر

ایرانی افغانستان!

ډېر وړاندې مې په یوه ایراني کتاب کې د افغانستان اړوند مالومات لوستل، په افغانستان کې يې د شعیه وروڼو په حال افسوس کړی و، ډاډيې ورکړی و او د بامیانو په ګډون د وردګو ځینې سیمې او غزني سیمې يې سره په یوه نقشه کې په نښه کړې وې، کوچنی هېواد يې ترې جوړ کړی و، او غټ پرې لیکل شوي وو، هزارستان!!!

له هغه وروسته مې د ایران فرهنګي یرغل ته پام شول، ایراني ایجنټاين مې ولیدل چې شعوري یا غير شعوري يې د ایران لپاره چوپړ واهه. پر فرهنګي یرغل سربېره د ایران ښکاره سپین سترګې ټولیزه سیاسي لاسوهنه هم روښانه راښکاره شوه، تېرکال په ارګ کې نصب شوي ریبوټ حامد کرزي په وازه خوله ومنله چې د ارګ لپاره د ځینو لګښتونو مصرف ایران ورکوي. دا د حیرانۍ خبره ځکه ثابته نه شوه، چې ایران پلوه رسنیو او د ژورنالیستانو پرنامه جېب ډکوونکو چاپلوسانو خوله پرې پټه کړه، ځکه چې د ایران ضد تبلیغات ترشا بد عواقب لرلی شي.

په کندهارکې د نورو مذهبونو په لارویانو سربېره شعیه وروڼه هم کم نه دي، د ارګ یو باوري ساتونکي لا پخوا راته ويلي و، چې حامد کرزی پخپله شعیه دی.د کرزي د پردي رژیم دوولس کالو ته که پام وکړو، رښتیا هم شعیه مېشتې سيمې يې ښې نازولې دي. په افغانستان کې د یوې منظمې  او ښې دولت دارۍ نشتوالی د دې باعث شوی،چې ګاونډی دښمن رژیمونه مو په ګران هېواد کې د خلکو د اخيستو توان هم لري.

په دې وروستیو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د دولت دنه شتون له امله ایران په پیسو، په تبلیغ، یاهم په ټګۍ لسګونه شعیه ځوانان سوريې ته د دوی په خبره جهاد ته بیايي، دوی ته د ایراني قونسلګرۍ د مسولینو له خوا پرلپسې داسې تبلېغږي چې که څوک هلته ومري شهید دی، که ژوندی پاتې شي، له شپږو میاشتو وروسته به په ایران کې د دایمې ژوند امکانات ورته برابر شي. دغسې ځوانان ډېری د هېواد له لویدیځواو شمالي ولایاتو نه سوريې ته تللي دي. ځکه چې هلته افغان چارواکي ایران په پیسو اخيستي او آن د هوایی شرکتونو مسوولین ورسره په اړیکه کې دي.

مګر تر دې عجیبه داده چې د سوريې په جګړه کې د وژل شویو کسانو جنازې په مزار کې اداکېږي. ځينې يې داسې معرفي شوي چې ایران ته په قاچاقي لاره کې مړه شوي خو ځينې نور يې پر دې نامه په خپلو افغاني هدېرو کې دفن کړي دي، چې د سوريې په جګړه کې وژل شوي دي.

حامدکرزي څه وخت وړاندې بهرنیو رسنیو ته ومنله، چې په افغانستان کې روانه جګړه يوه پردۍ جګړه ده، دا چې د یو هېواد مشر(!) د خپلې بې درېغه بودېجې دمصرف، او زرګونو کسانو له کلونووژلو وروسته دا درک کوي یاهم اعتراف پرې کوي چې په پردۍ لاره کې دپردې چا لپاره وژل کېږي، نو د داسې افغان ځوانانو په اړه به څه اقدام وکړي، او څه به پرې خبر شي؟؟

په ټول هېواد کې رسنۍ یا ټولې يا يې هم څه برخه ایران په خپل لاس کې نېولې دي،او په فرهنګي برخه کې يې دومره زور ځکه دی، چې د پیسو ګټلو په افغاني پروژه (د کرزي رژيم) کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر په صراحت د ایرانیتوب اعتراف کوي، تر دې وړاندې چې د وزیر ایرانیتوب مالوم شي، تر هغه وړاندې حامد کرزي ایران ته خپله وفا ثابته کړه او څوکاله وړاندې چې ایران اوتاجکستان د (فارسی ژبو هېوادونو تلویزون) په پرژوه کار کاوه، حامد کرزي افغانستان په خپل لاسلیک د فارسي ژبو هېوادونو په کتار کې ور وګاڼه، پر دې سربېره پر مهمو افغاني اشخاصو د ایران سپین سترګې دعوه او د هېواد په شمال کې د ایراني وژل شویو اجنټانو پرنامه د جادونومونه او په ټول هېواد کې د ایراني اصطلاحاتو او فرهنګ د عملي کولو هڅې د ایران له لوري طرحه کېږي او د افغاني اجنټانو په وسیله يې عملي کوي.

د افغان دولت په دوولس کلنو سترجنایاتو کې د ایران او پاکستان ښکاره لاسوهنې ښايې د تاریخ د دې دوولس کلنې تياره دورې تر ټولو ستر تور داغونه واوسي.

یوسف خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x