د سعودي باچا ملک سلمان روسیې ته په رسمي سفر ورسید / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): د سعودي باچا نن د چهارشنبې په ورځ د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا روسیې ته په رسمي سفر ورسید.

دا لومړی ځل دی چې یو سعودي باچا دي د روسیې څخه لیدنه کوي، د نوموړي دغه سفر تاریخي بلل کیږي.

ټاکل شوې چې په دغه سفر کې ملک سلمان د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري، ددواړو هیوادونو پر اړیکو او نورو موضوعاتو خبرې سره وکړي.

د روسي رسنیو په حواله روسیه لومړی غیر عربي هیواد دی چې سعودي يې په کال ۱۹۲۶ کې د یوه ازاد او مستقل هیواد په توګه په رسمیت پيژندلی دی.

په هوايي ډګر کې د نوموړي هرکلی د لومړي وزیر مرستیال وکړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د