نظــر

خبردار! – القاعده بیا نه راځي

امریکایان په ډیره سپین سترګۍ سره دافغانستان دهمیشني نیواک  او اشغال لپاره  په  وازکومې دالقاعدې دجهادي تنظیم دفعلي شتون او دبیا  راتلو ببولالې وهي، دا پداسې حال کې ده، چې امریکایایي چارواکیو په خپلو څرګندونوکې ،څو څو  وارې  ویلې و، چې افغانستان کې ګوندې نور د  القاعدې دجهادي حرکت غړي   نشته ،ددوئ په باور   نور پر امریکا او متحدینو یې دحملې  زور نلري ،دقیادت په شان یې فعال  غړي  یا شهیدان او یا دشام او لیبیا غوندې ،نورو هیوادونوته جهاد پسي تللي ………..

 یو وخت همدې اشغالګرو پخپله اعلان وکړ،چې ټول هیواد او سرحدي سیمو کې  دالقاعدې د حرکت دشپیتو او اویاوو څخه زیات مجاهدین نشته، نور خپلو خپلو هیوادونو ته ستانه شوي ،خو اوس  یې د(۲۰۰۱ز)کال دپوځي یرغل په شان بیاپه ډنډوروشرع کړي ، چې دخپلې تلپاتې میشتیدنې لپاره دالقاعدې دمجاهدینوپه شتون او یا بیا منظم کیدو دخپل پوځي حضور موده طولاني کړي او بیا هم دتېر په څېر دالقاعدې متوقع ګواښ خپلو ګټو ته یوه ویرونکی تهدید تصویر کړي   !

داخبره درسنیو تحلیلګرانواو سیاست پوهانولا مخکې بربنډه کړي ، چې امریکایان یوازي دافغانستان  خاوره کې دخپل اشغال مراندې نه غځوي   او نه یې دا دومره تاوانونه  ددې یوې ټوټې خاورې دنیولولپاره کړي ،پدې خو دبصیرت خاوندان او سیاست پوهان ګرد پوهیږي، چې  ړومبی هدف که دافغانستان دخپلواک اسلامي هیواداشغال  دی، نو دې پسي دویم هدف یې دسیمې پر هیوادونوسترګې برګول اودچین په شمول دمنځنۍ آسیا زاړه رقیب ( سورښامار)   ته دګواښ او تهدید پامیر نیول او موخه یې دوئ  دخپل جادو ګر  منتر  لاندې راوستل دي ،ددوئ اتومي بټۍ ،خام نفت او غازات او دچین ورځ تر بلې غوړیدونکی اقتصاداو پوځي ځواک هغه څه دي ،چې ګرد لویدیځوال  ورته پسخیږي او دځانه په غیر یې دبل چا په واکمنۍ کې  نشي زغملی  ،دا بیله مسئله ده چې دسیمې هیوادونه ،چین او یا روسیه  پرې مسامحت  کوي او دالقاعدې دجهادي نړیوال تنظیم دپړسول شوي دښمن له خپسې  یې دومره مر عوب ساتلې دي ،چې خپل شوم او استعماري پلانونه یې ترې هیر کړي  او دومره یې دا بیچاره ګان  دپیل په غوږ کې ویده کړي ،چې دالقاعدې دجهادي حرکت دګوتو شمیر مجاهدینو له ویرې یې د نږدي (۴۸)اشغالګروسیمه ایزپوځي  شتون ځانته خطر ندی بللی ، بلکې ددې پرځای چې دلویدیځوالو توسیع طلب پلانونه ، میلونونه لښکرې او عصري تکنالوژي  خپل ځان ته ګواښ وګڼي ،پر ځای یي دالقاعدې جهادي حرکت سیمه ایز شتون دومره ستر انګیرلی چې خوبونه یې پرې حرام کړي او دویرې پیریان پرې ناست دي   .

 داوکراین تازه بحران ، ددې خبرې جوت ثبوت دی، چې اروپایان او امریکایان سیمه کې کوم  ډول بدلون غواړي  ،او هم بعدي پلانونه چې  نقشه یې لا ورته مخکې برابره کړي  کوم کوم دي ؟

دا هغه څه دي ، چې شاید دآسیایي هیوادونوپه باب   دغربي اشغالګرو ټولې پټې دسیسې رسوااو خاینانه څیرې  یې بربنډې  کړي .

دکلیسا په غولې کې روزل شوي امریکایان اوغربیان،  خورا په ډیر مهارت سره کوښښ کوي ، چې دافغانستان دیرغل دمصنوعي هیولا   ( تندروي ،دښځو او بشر حقوقو پایمالول او نورو ….)پر ضد دنړیوالواو خپلو ولسونو مخالف ذهنیتونه بیا په کومه درواغجنه حربه مسموم  کړي او هیواد کې دخپل تلپاتي اشغال کومه معقوله توجیه وړاندې کړي ،ولسونه چې نور دخپلو واکمنونه دافغانستان څخه دفوري  انخلا غوښتنه لري  او نور ددې هیواد داشغال خاتمه غواړي ،پوځي جنرالان یې په ډیره مهارت سره دخپل قهریدلي ولس اورنۍ څپې داسې مړې کوي ،چې خپلو شومو هیلو ته پرې ورسیږې ،چې دادی دې وروستیو کې  نړیوالو رسنیودناټو دعمومي قوماندان څرګندونې پدې متن خپرې کړي :

 د ناټو عمومي قومندان وايي که له افغانستانه ووځو القاعده بېرته راځي !

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانمفرډ وايي، که ټول نړیوال ځواکونه د سږکال په پای کې له افغانستانه ووځي القاعده شبکه به بېرته ژوندۍ او فعاله شي او بیا به د لوېدیځ پر ضد پلانونه جوړ او حملې وکړي.

جنرال ډنفرد، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته خبرې کولې، وویل:«د القاعده عناصر له کونړ او نورستان ولایتونو فعالیت کوي، او دا ورته لویه کامیابي ښکاري چې موږ له افغانستانه ووځو څو دوی ته موقع برابره شي.»

ده وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل به د القاعده لپاره نه یوازې د روحیې له نظره بری وي بلکې عملاً به دا شبکه پر یوه قوي غورځنګ بدله شي.

اوباما ویلي چې که د افغانستان ولسمشر امنیتي موافقه ورسره لاسلیک نه کړي د سږ کال په پای کې له افغانستانه ټول پوځیان باسي، د ناټو نورو غړیو هم ورته خبره کړې ده.

خو نور امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته به صبر وکړي او له نوي ولسمشر سره به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

ډنفرډ وویل چې د ځواکونو د پاتې کېدا ناڅرګند حالت به د خپل راتلونکي په اړه په افغانانو کې بې یقیني زیاته کړي، او د سیمې هیوادونو ته به مخه کړي چې ورسره مرسته وکړي.

ډنفرډ وویل، که امریکا او افغانستان پر امنیتي موافقې سلا نه شي او امریکايي پوځیان له دغه هیواده ووځي، د افغان امنیتي ځواکونو(اردو او پولیسو) ظرفیتونه به له راتلونکي کاله په ټیټېدو شي.

ددې امریکایي جنرال درواغجنې ادعاوې ،ډیرې هیښونکې او دتامل وړ دي ،ځکه دالقاعدې نه ددوئ مراد که عربي مجاهدین وي ،نو دمطبوعاتي معلوماتو له مخې دهغوئ  زیات شمیر غړي  خپلو هیوادونوته  ستانه شوي ،او که غرض یې ترې نفس مسلمان افغانان وي ،نو افغانستان خو ددوئ خپل پلرنی کور دی، بیا پرې دا او هغه نومونه ایښودل کوم مفهوم لري !!

خولکه مخکې مو چې ورته نغوته وکړه، داستعمار هدفونه هغه ندي، چې رسنۍ یې خلکوته اعلانوي ،بلکې دامریکایي استعمار مقاصدډیر  مرموز  او هغه دي، چې هغه لا ټول  نه اعلان شوي او نه دوئ ترلاسه کړي  ،ترڅو چې اشغالګر دا شوم هدفونه ترلاسه نکړي ،ددې حدس ډیر لیری دی، چې پخپله خوښه ددوئ دوتلو اټکل وشي او داسې غلط توجیهات او حيلې به شاید ډیرې نورې هم دخپلې بقا لپاره جوړې کړي  !

خو پدې دې هم پوه شي !!!

چې افغان ولس او مجاهدین پدې ډول دسایسو پوهیږي او داشغالګرو دداسې چلوټو سره څوکلنه بلدتیا لري ،دابه هم ډیره لیرې وي ،چې دامریکایانوداډول بهانې دې یې تېر باسي او له خپلو ارادو دې په شا شي !!

ليكوال: شاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x