تحریر الشام د «جولاني» په اړه د روسیې ادعا بې بنسټه وبلله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): د تحریر الشام ډلې په سوریه کې د روسي الوتکو په واسطه د خپل مشر د ټپي کېدو او نورو د وژل کېدو خبرونه رد کړل.

د روسیې د دفاع وزارت نن رسنیو ته وویل چې ددوی الوتکو په سوریه کې د تحریر الشام د مشرانو پر یوه غونډه بمبار وکړ چې له امله یې ۱۲ تنه مشران او ۵۰ تنه یې عام جنګیالي ووژل شول.

د دفاع وزارت ویاند «ایګور کوناشینکوف» زیاته کړه د جبهة النصره پخوانی مشر «ابي محمد الجولاني» چې اوس د تحریر الشام ډلې مشري کوي، هم په دغه بمبار کې مرګونی ټپي شو او یو لاس یې پرې شوی دی.

روسي ویاند د بمباریو دقیق ځای نه دی په نښه کړی، خو د تحریر الشام ډلې ویلي چې جولاني او نورو مشرانو ته یې د سوریې په شمالي سیمه ادلب کې هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

بلخوا د الجزیرې خبریال ویلي چې په ادلب کې د ابوالظهور پوځي هوايي ډګر بمبار شوی چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او د هوايي ډګر د وسلو په ډیپو کې چاودنې شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د