نړۍ

امریکايي تلویزون: د بهرنیو چارو وزیر ټرمپ «بې عقل» بللی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): د امریکا مشهور تلویزون ان بي سي (NBC) ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «ټیلرسن» ولسمشر ټرمپ «بې عقل» بللی دی او تر منځ یې ژور اختلافات شته.

دا خبرې په داسي وخت کیږي چې د امریکا د ولسمشرۍ د لومړۍ کابینې څخه تر اوسه اکثره چارواکو استعفا ورکړې او یا له دندې شړل شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ټیلرسون په حواله وویل چې نوموړی د استعفا ورکولو اراده نه لري او هغه راپورونه یې هم غندلي چې وايي د ټرمپ سره اختلافات لري.

د ټیلرسن او ټرمپ تر منځ د اختلافاتو د را برسېره کیدو وروسته دواړه مشران په حرکت راغل، ټیلرسن د بهرنیو چارو په وزارت کې په همدې مناسبت ځانګړی رسنیز کانفرانس ته وینا وکړه او ويې ویل چې کله یې هم د خپل منصب پر پرېښودو غور نه دی کړی او نه هم د «ان بي سي» تلویزون خبرې رشتیا دي.

نوموړي وویل داسي خبرونه چې څوک خپروي، هغوی قصدا زمونږ په منځ کې اختلافات اچول غواړي.

بلخوا ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر ولیکل چې دا خبر درواغ دی، ان بي سي نیوز باید د امریکا څخه بخښنه وغواړي.

په یوه بل ټویټ کې یې ولیکل: نن سبا څومره درواغ خبرونه خپریږي، که هر څه ووايي او هر څومره کار وکړي، هیڅ کله به حقیقت نه وویني او نه به یې ولیکي، درواغجنه میډیا تر کنټرول وتلې ده.

باید وویل شي چې په امریکا کې د رسنیو ازادي او د واکمن قانون له امله ولسمشر هم نه شي کولای چې رسنۍ پر حکومت، ولسمشر او لوړ پوړو چارواکو له نیوکو را وګرځوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x