یمن: د سعودي په مشري ایتلاف د ملګرو ملتونو په تور لیست کې راغلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۶): د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د سعودي په مشري د هغه ایتلاف نوم هم راغلی چې پر یمن یې جګړه پيل کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس په وینا په یمن کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې له امله د سعودي په مشري د ایتلاف نوم هم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې راغلی دی.

رویټرز زیاته کړې چې په دغه تورلیست کې چې تر اوسه اعلان شوی نه دی، د سعودي ایتلاف ته په کښي اشاره شوې چې هغوی په دې وروستیو کې د ماشومانو د نه هدفولو په برخه کې ګامونه اوچت کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، ددې لپاره چې د ماشومانو د استهداف او وسلوالو جګړو په اړه د ملګرو ملتونو د کلني راپور په اړه بحث او اختلاف زیات نه شي، په مسوده کې د تور لیست لپاره بېلي ګټاګورۍ جوړي شوي ، په یوه کټاګورۍ کې هغه هیوادونه یاد شوي چې په جګړه کې يې د ماشومانو په حق کې تیری کړی خو وروسته یې ګامونه اوچت کړي، او په بله کټاګورۍ کې بیا دا یادونه نه ده شوې.

په راپور کې د سعودي ایتلاف ته په کال ۲۰۱۶ کې د ۶۸۳ یمني ماشومانو د مرګ ژوبلې مسؤولیت منسوب شوی دی او تر تحقیقاتو وروسته دا هم جوته شوې چې یاد ایتلاف پر ۳۸ مکتبونو او روغتونونو بمبارۍ کړي دي.

په راپور کې په ورته توګه حوثیان، د علي عبدالله صالح ځواکونه، القاعده او نورې ډلې هم یادي شوي چې د ماشومانو د ژغورنې په برخه کې يې هیڅ نه دي کړي.

د رویټرز اژانس په وینا په ملګرو ملتونو کې د سعودي سفیر په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کړې او د ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې دوی نه غواړي پر «لیک» شویو اسنادو خبرې وکړي.

سعودي د متحده عرب امارات، سوډان او ځینو نورو عربي هیوادونو په ملتیا په کال ۲۰۱۵ کې پر یمن جګړه پیل کړه تر څو هلته له پلازمینې صنعا څخه حوثي ملیشې وشړي او پر ځای یې د خپل خوښي ولسمشر وټاکي، خو جګړې دوام وکړ او حوثیان پر پلازمینه او ځینو نورو لویو ښارونو تر اوسه هم واکمن دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د