د دولت مخالف وسله ‌وال

لیکوال وحیدالله کاروان

تازه یې شونډه توره شوې وه ، دا یې د ژوند لومړنۍ روژې وې، د کورنۍ ټول غړي د برنډې پر سر خواره دسترخان ته ناست، لاسونه یې د ستر تعالی دربار ته لپه او شونډې یې د دوعا لپاره رپېدې،

د جومات د لوډسپېکر نه د الله اکبر د نارې په راوتو یې نور صبر ونه شو کړی، د شړومبو ډکه کاسه یې په سر را واړوله، مور یې ورته وویل څه کوې زویه؟ ډېرې مه څکه (څښه) هسې نه مندرسه (مدرسه) کې خوب درشي، لا دې پينځه سیپارې حفظ کړي کوشش کوه ډېر ډېر سبق وایه چې الله ج دې قاري کي، ده خبره ورغبرګه کړه ابۍ زه لا وړوکې ماشوم یم ان شاءالله د لالا په شان به مې، زه هم قاري شم. څو ڼوڼۍ یې وکړې، ټول ناست وو، دی پاڅېد د کوټې د دروازې ګړب شو، د رپک له سر نه یې قرآن راواخېست، مدرسې ته چې د کلي په منځ کې وه ور روان شو، د جومات د برنډې په یو سر کې څو دسترخوانونه، پیالې او کاسې پرتې وې، درې کتاره ولاړ و، په کتار کې ودرید، څو دقیقې وروسته ټولو لاسونه لپه کړي، ملا صیب په لوړ غږ په هېواد کې د سولې د راتګ سوال وکړ ټولو پرې امین ووایه.

لویان پتنوسونه په لاس د کور په لور روان شو، په څو شېبو کې د جومات برنډه خالي شوه یوازې څو تنه تنکي ماشومان په کتار ناست و، دی هم د خپلو ملګرو سره په کتار کې کېناست، ټولو خپل قرآنونه خلاص کړل، په کوچنیو او خوږو غږونو یې تلاوت پیل کړ، مولوی صیب مخې ته کوچینی میز پروت کتار ته مخامخ ناست و، د ماشومانو تلاوت ته یې غوږ نیولی و، غراری جوړ شو د ماشومانو خواږه غږونه د څرخي الوتکو په غږونو کې ورک شو، د الوتکو غرار ټول کلی په شور اخېستی وو،

څو شېبې لا نه وې تېرې چې د درنو ډزو غږونو ټول کلی ولړزاوه، شېبې وروسته چې ډزې او الوتکې ورکې شوې، د کلي خلکو د مدرسې په لور رامنډې وهلې، مدرسه داسې ویجاړه شوې لکه دیرش کلن انقلاب چې پرې تېر شوی وي، ټولو په چیغو چیغو ژړل، هر یو د خپل ماشوم په لټه کې وه، د لوټو او خاورو لاندې ماشومان په وینو لت پت پراته وو، قرآنونه یې همغسې خلاص خو د دوی په وینو سره او خاورې پورې مښتې وې.

په وینو سره قرآن شریفونه یې ټول کړه، ټپیان یې له خاورو راوویستل د ښار په لور یې راروان کړل، تر روغتونه څو ځایه د اربکیو په نامه وسلوالو له خوا په یوه نامه او بل نامه ډېر وځورول شو.

په روغتون کې مالومه شوه چې دیارلس ګلالي ټپیان او یو ګلالی په ابدي خوب ویده او د قاريتوب ارمان یې سره د پینځه سیپارو په خپله سینه کې د ځان سره ویوړ.

سهر د خبرونو سرټکي همدا وو چې بیګا شپه د کندز ولایت چاردرې په ولسوالۍ کې د بهرني هوایي ځواکونو په عملیاتو کې څوارلس د دولت مخالف وسلوال ټپیان او ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د