ادبي لیکني

کافر

لیکوال: وحیدالله کاروان

اسمان ستورو او سپوږمۍ رڼا کړی و، د نوې جوړې شوې کلا په مېلمستون کې چې سور پرش له پاسه پرې نوي د خړ پوښ توشکونه هم خواره وو د لس دولسو څڼورو بنډار ښه تود و، کله کله به د دوی خندا د شپې په چوپتیا د کلی بل سر ته هم منډه وکړه، دی په غوسه له خپله ځایه پاڅېد، په څنګ کې دېوال ته تکیه ټوپک ته یې لاس کړ، په لوړ غږ یې وویل بس کړئ ! نور نو ستاسې د خبرو د اورېدو وس نه لرم همدا اوس ځم….

د کوټې لنډي دېوال ته ناست په عمر پوخ ږیرور ځوان چې په برېتو یې ګوتې وهلې خبره ورغوڅه کړه.

ویې ویل کېنه کېنه ماته مالوم یې څو وارې مخکې دې هم دا خبره کړې چې نور نو دا تور داغ د خپلو سپینو جامو نه پاکومه، او دا فتنه له منځه وړم خو هیڅ…. ده یې خبره ورغوڅه کړه ویې ویل قومندان صیب نور یې د اورېدلو وس نه لرم بس کړئ، کوټه خندا واخېسته ټولو په خندا کې ویل هاهاهاهاها نور یې د اورېدو وس نه لرمه هاهاهاها. دی له غوسې تور او سور کېده، له کوټې نه په راوتو کې یې وویل قومندان صیب زه ځم او دا خبره ختموم، له حجرې ووت په پوړیو کې په منډه ښکته شو د کلا له دروازې یې هم ګړب وویست، د پټیو په منځ کې په نریو پولو د کلي هغه بل سرته روان شو، کله به یې پښه د شولو پټي او کله د خټکیو جوې ته وښوېده، د ده غوسه به یې لا راوپاروله، په غوسه کې به یې قومندان، ملګري، پټی، پوله، شولې، ورور او وراره ټول به یې وکنځل، د کلي تر هغه سره پورې یې خپل زړه تش کړ…. خو د ټوپک تشول لا پاتې وو، کورته په رسېدو سره سم یې دروازې ته کونداغ ونیو، په زوره زوره یې ووهله د لږ انتظار وروسته یو سپين ږیري دروازه خلاصه کړه راووت، په غوسه یې وویل څه خبره ده وروره چې په دې نیمه شپه دلته راغلې، کورته کې خیرت خو دی، ده هیڅ ونه ویل سړی یې له مخې ټېله کړ او په منډه کور ته ننوت، د کلا په منځ کې یې په نارو شروع وکړه. احمده! احمده! تاته وایم راووځه، ټوله کورنۍ د ده په چېغو له خوبه راوېښه شوه د کلا منځ ته راټول شول، ده وویل احمد څه شوې؟. یو لوړ او ښایسته ځوان ده ته مخامخ ودرید، ویې ویل څه خبره ده کاکا چې شور دې جوړ کړی؟

ده وویل چپ شه رزیله ته لا خبرې هم کوې، قید یې کش کړ ویې ویل څو وارې مې درته وویل چې احمده بس کړه او نور له دې کاره تېر شه، خو تا زما په خبره غوږ ام ونه ګراو، زه نور د کلیوالو خبرې نه شم زغملی، نور بس دی ټول چوپ ولاړ وو له ډاره چا هیڅ نه ویل، ده د ټوپک خوله د احمد سینې ته مخامخ کړه سترګې یې پټې کړې، ماشې ته یې د شهادت ګوته وروړه ماشه یې کش کړه، چوپتیا د ټوپک ډزو ماته کړه، سترګې یې خلاصې کړې، ښایسته ځوان په وینو ککړ پروت و د شهادت کلمه یې تکراروله، ده په ژړغوني غږ یې وویل وروره نور نو ما د کلیوالو دا خبره نه شو زغملی چې وراره دې د خارجیانو په موسسه کې کار کوي، هلته ټول کافران دي او دا هم ورسره کافر…‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x