دیني، سیرت او تاریخ

راځۍ چی سره یو شو

لیکنه : استاد مجیب الرحمن عمر

نن سبا اسلامی نړۍ دیو لړ ستونزو او کړکیچونو سره مخامخ ده او په ډیرو اسلامي هیوادنو کی دنا امیدیو او ناهیلیو طوفانونه خپل اوج ته رسیدلي ، د دغی ټولو مشکلاتو او ستونزو سره د مقابلی لپاره خورا مهمه او ګټوره لار د مسلمانانو خپل منځ کی اتفاق ، اتحاد او یوالی دی . د کړاونو او پیچومو په دی معاصر دور کی د مسلمانانو تر منځ وحدت او د یووالی پیاوړتیا هغه ستره وسیله ده چی مسلمانان پری دپیړیو راهیسی بایللی برم بیرته ګټلای شي او هم پری د استعمار او نیواکګرو کفري ځواکونو دهر قسم شومو پلانونو څخه خپل ځانونه ساتلای شي
نو د امت مسلمه لپاره په اوسنی وخت کی وحدت ، یو موټی کیدل او خپل منځ کی کرکه اونفرت ختمول یوه حیاتی موضوع ده .

ګرانو وروڼو! اتفاق او اتحاد دقوت او پیاوړتیا او پرمختګ رازدی ، نو په همدی اساس که اسلامی هیوادونه په پوره اخلاص اوصمیمیت یو بل ته ددوستانی لاسونه ورکړي ، او په پوره توګه دمحبت او ورورګلوۍ فضا رامنځته کړي ، او هم علمی ، مذهبی ، سیاسی او اجتماعی کدرونه په خپل منځ کی سره یو شی ، په ټولو پیښو کی یو د بل ترڅنګ ودریږي نو له یوی خوا به خپلی شخړی په خپله حل کړي او له بلی خوا به پر مکار ، فریب ګر ، کینه ګر خونخوار او ظالم یرغلګر دوښمن غالبه شي ، او زمونږ د دین او اسلامي خاورو دښمنان به هیڅکله هم پر مونږ زمونږ د ضعف د وجی دیرغل خوبونه ونه ویني .

د تاریخ پاڼی پر دی شاهدی دي چی اسلامي ټولونو همیشه لپاره ګذار خوړلی او خپل سیادت یی له لاسه ورکړی علت یی په خپل منځ کی اختلاف ، دربدری ، تیت پرک کیدل ، یو د بل مقابلی ته دریدل ، یو بل ته نه تسلیمېدل ، په خپل منځ کی زغم او حوصله له لاسه ورکول او د انانیت غونډۍ ته ختل ، او پر ډیرو معمولی او جزئی مسئلو خپل منځ کی اختلاف او جدا جدا کیدل او بالآخره یو بل ته په مورچو کی کیناستل دي .

د تاتاریانو پر وړاندی د اسلامی خلافت پلازمینی ( بغداد ) سقوط او د اندلس چی اوس په هسپانیا یادیږی د صلیبیانو پر وړاندی سقوط ، او په وروستیو کی د انګریزي استعمار په وړاندی د اسلامي هیوادونو یو په بل پسی سقوط زما پر مدعی ښه دلیل دی ، که په تیرو وختونو کی مسلمانان خپلی هغه ناروغۍ ته چی له امله یی دوی کمزوری شوي پوره پاملرنه کړی وای نو نه به ددوی ملی شتمنۍ د نیواکګرو او استعمارچیانو په لاسو چور شوی وای ، او نه به ورته دهغوی له خوا سیاسی تهدید متو جه شوی وای .

خو افسوس چی په تیرووختونو کی اواوس هم مسلمانان همیشه د کفارو د هماغی مشهوری قاعدی ښکار شوی چی وای : ( تفرقه واچوه اوحکومت وکړه )

دتاریخ په دی حساس پړاوکی ټول کفری ملتونه اوځواکونه ( یهود ، نصاری ، هندوان ، کمیونستان اوبودایان ) چی په سر کی یی امریکا او اسرائیل دي په شریکه د مسلمانانو د کمزوري کولو او بالآخره دختمولو کوښښونه کوي ، او خپل مقصد ته د رسیدو لپاره یی مختلف النوعه پلانونه تهیه کړي اوعملی کاریی هم ورباندی شروع کړی ، دشومو پلانونو ځینی بیلګی چی زه یی یادونه اړینه بولم په دی ډول دی :

۱ – دمسلمانانو دځواک دختمولو په موخه یی دوی په کوچنیو کوچنیو او کمزورو کمزورو هیوادونو وویشل ، په ځانګړی توګه که دخلیج هیوادونو ته زیرشو نو وبه ګورو چی څومره په کمه رقبه زمکه یی ورته یو یو وړوکی هیواد جوړکړی ، داځکه چی د جغرافیا له پلوه دمسلمانانو ویشل داستعمارچیانو هدف ته درسیدو ستره وسیله وه
د دینه ددوښمنانو هدف دادی که په اینده کی دکوم اسلامی هیواد د وهلو او زبیخلو هوډ کوي نو نور اسلامی هیوادونه کوم چی له دی نه په جغرافیایی لحاظ جدا دی ننګه او ملاتړ نه شي کولای .

۲ – دمسلمانانو ترمنځ قومی اوژبنی تعصبات راپارول اودیته دودی ورکولو په هدف په اسلامي ټولونوکی ګوندونه جوړول ، لکه په افغانستان ، پاکستان اوځینی عربی اواسلامی هیوادونو کی دژبی اوقوم په نوم ګوندونه جوړول دهمدی تسلسل یوه کړۍ ده .

۳ – اسلامي هیوادنو کی دسیاسي احزابو جوړول ترڅومسلمانان په خپل منځ کی بدبینه اوسره جداجدا یی کړي او همیشه دپاره یی تر منځ د کرکی او نفرت او شقاق تخم وشیندي ، نو مسلمانان به په سیاسي ډګر کی په یو واحد موقف کی نه وي دوښمنان چی هر څه وغواړی پری تطبیقولای به یی شي .

اود دی تر څنګ ورته استعمار تبلیغاتي میدان هم ګرم ساتلی ، الکټرانک اوپرنټ میډیا ( رادیوګانی ، تلویزونی چینلونه ، انټرنټ ، مجلی ، ورځپاڼی ) باندی یی مکمل کنټرول دی ، ددی لاری د مسلمانانو اخلاقي ، کلتوري ، روزنیز، او تعلیمي مراکز ټول تراغیز لاندی راولي، که داسلامی ټولونو اوسنی وضعیت مطالعه کړو په ځانګړی ډول د افغانستان او پاکستان او نورو اسلامی هیوادونو ښارونه نوراته جوته به شي چی دوښمنان څومره په خپلو مقاصدو کی کامیاب شوي ، اوزمونږدځوان قشراخلاقی معیارونو څومره انحطاط کړی ، اوهم مهاله یی ورسره دډالرو هغه بی مهاره مصارف پیل کړي ترڅو ځینی ضعیف الایمانه مسلمانان په خپل دام کی راګیرکړي ، اوخپل خدمت کی یی اخته کړی .

آمد م بسر مطلب : ددی ټولو مشکلاتو اساسي علت دمسلمانانو بی غوري اوخپل منځي اختلافات دي.

راځۍ چی خپل دین ته رجوع وکړوچی په داسی شرائطو کی زمونږ دین مونږته څه راهنمایی کوي ، او زمونږ رب مونږ ته څه حکم کوي ؟

لوی اومتعال الله ( جل جلاله ) مونږ ته په خورا ټینګار سره امر کړی چی سره یوشئ ، اتفاق اواتحاد وکړئ لکه په سورت ال عمران په ۱۰۳ نمبر ایت کی داسی فرمای : ټول دالله پاک په رسۍ منګولی ولګوئ اوتیت پرک مه کیږۍ او پرتاسو دالله پاک احسان یادکړئ هغه وخت چی تاسو دیوبل دښمنان وئ اوالله پاک ستاسو په زړونوکی مینه واچوله بیادهغه دنعمت په سیوری کی دیوبل ورونه شوئ ، تاسو داوردګړنګ پر غاړه ولاړوئ اوالله پاک تاسو له هغه وژغورلئ الله پاک تاسو ته خپل ایتونه بیانوي چی تاسو هدایت ومومئ .

همدارنګه په سورت انفال ۴۶ ایت کی فرمای :

( دالله اودهغه درسول اطاعت وکړئ اوخپل منځ کی اختلاف مه کوئ که نه نو کمزوری به شئ اودبدبه مو ختمه شي او صبر وکړئ یقینا الله دصابرانو ملګری دی . )

همداراز په سورت توبه ۷۱ ایت کی فرمای : ( مؤمنان سړي اومؤمنانی ښځی دیوبل دوستان دی په نیکیو امرکوي اوله بدیونه منعه کوي . . .)

همداراز داسلام ستر پیغمبرهم دمسلمانانو په یووالی ډیر ټینګار کړی دی او د مسلمانانو تشبیه یی دیوی ابادۍ سره ورکړی فرمای : ( یومؤمن دبل مؤمن لپاره داسی دی لکه ابادي چی یو په بل تکیه کوی اویو بل مضبوطوی ) او همدا راز یی مسلمانان په خپل منځ کی په مینه محبت او رحمدلۍ کی پشان دیو بدن ګرځولی دی که دبدن یوه ټوټه ناارامه وي نو ټول بدن دهغی دوجی ناقراره اوبی سکونه وي .

نودنړۍ دمشرق اومغرب ، شمال اوجنوب مسلمانان ټول د یو بدن اویو جسد په څیر دي ، مسلمان دمسلمان ورور دی یو پربل حقوق لري ، یو پربل به ظلم نه کوي ، حسد اوکینه به ورسره نه کوي ، خپله به یی هم نه ذلیله کوی اودبل ذلت ته به یی هم نه پریږدی .

ګرانو ورونو ! باید مسلمانان ټو ل ددوښمنانو په وړاندی لکه دیوکلک اوپیاوړی صف ودریږی یو د بل تایید وکړی ، یوبل ته لاس ورکړي ، اودبهرنی کفری یرغل په وړاند ی ټول سره یوه خله وي ټول په ډیره میړانه دخپل مسلمان ورورڅخه دفاع وکړي اودخپل ورور مسلمان ترڅنګ ودریږی نه دیرغلګروترڅنګ ، دمسلمان مټ پری مضبوط شی نه دکافر،

خو دمسلمانانو په اوسنی حال افسوس صد افسوس !!! که له ډیره غمه پری سړی د اوښکو پر ځای له سترګو ویني توی کړي هم کمه به وي ، نن که پرکوم یو اسلامي هیواد دنړیوال کفری استعمار له خوا وحشیانه برید او تیری کیږي نو د اسلامی هیوادونو چارواکي دبزدلۍ ، ویری او د خپل اقتدار او کرسۍ دبقا لپاره د دوښمن ترڅنګ ودریږی ، او د کافرو د خوشحالولو لپاره د مسلمان په نیولو ، سکنجه کولو ، تعذیب ، بی عزته کولو ، ورته سپارلو او آن تر وژلو پری ایله نه کوي ، اوسنی دردونکی حالت ددی شاهد دی . داسلام ستر پیغمبر په یو حدیث کی فرمای : ( ای مسلمانانو پرتاسو به داسی وخت راشي چی کفري ملتونه به پر تاسو په شریکه د یرغل لپاره داسی راټولیږي لکه ماتی شوی ډوډۍ ته چی خوړنکی را ټولیږی ) مطلب دا چی کافران به پر مسلمانانو ددوی دضعف له کبله پردوی مسلط کیږي ، بیا نبی علیه السلام دمسلمانانو دضعف علت بیانوی چی ( حب الدنیا وکراهیه الموت ) ددنیاګۍ سره محبت اوله مرګه ویره کول .

نن پر مسلمانانو هماغه وخت راغلی چی د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم یی څه دپاسه څوارلس سوه کاله مخکی وړاند وینه کړی ، له هری لوری پر مسلمانانو د ټولو وحشي صفته طاغوتی لښکرو ( یهودی ، صلیبی ، هندی ، بودایی ، کمونستی ) له خوا تاړاکونه او یرغلونه شروع دي په ټوله نړۍ کی دمسلمان پر سر اور بل دی ، نن سبا په ټوله نړۍ کی دتویلوپه لحاظ ارزانه وینه دمسلمان ده که نن مونږ د افغانستان ، عراق ، فلسطین ، چیچنیا ، کشمیر، سوریا اودبرما حالاتو ته زیرشو نووبه ګورو چی کافر څومره په بیړه دمسلمانانو د وینو تویولو لپاره بی له کومی ویری او خطری په ډلییزه توګه میدان ته را دانګي اوپرمریو ورته چاړه را کاږي او مسلمانانو ورته د ضعف او کمزورتیا له کبله خپل ورمیږونه غزولی دي او نور عام مسلمانان ورته د سیل په غونډۍ ناست دي تماشه یی کوي، دمرګ ژوبلی خبرونه یی د رادیوګانو نه اوري ، او پر تلویزونونو یی ګوري ، اوپه اخبارونو کی یی لولي ، او هغه مسلمانان چی دخپلو مظلومو مسلمانانو نه دفاع په ځان ، مال او اسلحه باندی کولی شي هم نه یی کوي له دی ویری هسی نه چی مالي او مادي ګټی یی د تهدید لاندی رانه شي .

ای مسلمانانو وروڼو ! زمونږ د څه شي کمی دی ؟؟؟ آيا اقتصادی منابع نه لرو که دفاعي وسائل نه لرو ؟ هرڅه لرو که د اسلامی نړۍ اقتصادی منابعو ته دقیق نظر وکړو نوو به ګورو چی اسلامي هیوادونه څومره غني دي . تیل ، ګاز، یوارنیم ، او نور بی شماره معادن چی پرمختللی نړۍ ورته اړتیا لری ښه پریمانه زیرمی یی په اسلامی هیوادونوکی موجودی دی ، دا په اقتصادی ډګر کی او په دفاعی ډګرکی خو تر اتوم بمه لرو ،خو ؟ ! . مسلمانان کولای شي چی له یوی خوا ددی منابعو نه په ګټه اخستلو سره ځانونه خود کفا کړي ، او له بلی خوا ددی نه داسلحی په توګه ددوښمنانو په وړاندی کارواخلي ، نو دنړۍ ټول مسلمانانو ته پکار ده چی ځانونه ویښ کړي اودیوښه قوت په جوړولو سره دکافرو ټول شوم پلانونه خنثا کړي اوقوت به هله ترلاسه کوي چی خپل منځ کی سره صلاح شي وړی وړی مسئلی شاته کړي اودلویو هدفونو دترلاسه کولو لپاره سره یوشي ، دیو مضبوط صف په توګه دکافرو مخی ته سپرشي ، اوکوښښ وکړي چی لکه د شرق اوغرب ددفاعی تړونونو (وارسا او ناټو ) په څیر یو دفاعي اسلامی کمربند جوړ کړي او هم لکه د ډالر او یورو په څیر یوه واحده سیکه جوړه کړي ، په دی هکله داسلامی هیوادونو مشران بیاترډیره بریده اسلامی کانفرنس ستره دنده لري چی دامت مسلمه په ورپیخو مسئلو په شریکه سره کاروکړي اودوښمنانو ته دزمینه سازۍ ټولی لاری ګودری وتړي . دمسلمانو مشرانو او هم داسلامي کانفرنس هلی ځلی باید په دی هکله توندی شي دکوموموخو ، مقاصدو اواهدافو لپاره چی اسلامي کانفرنس تاسیس شوی وو د هماغو د تر لاسه کولو لپاره باید هرقسم کوشش وکړي ،نو ان شاء الله زما دالله جل جلاله نه پوره امید دی چی په اسلامی نړۍ کی به ډیر ستر ستر بدلونونه راشي ، دظلم ، ناهیلیو او ناامیدیو دا تیاری به ختمی شي ، دسوکالۍ خوشحالۍ سهار به څرک وکړي ، هغه اسلامي هیوادونه چی په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د استعمار د اشغال لاندی دي خپله بشپړه ازادي به تر لاسه کړي ، او مسلمانان به په ارام ساه واخلي .

وماذلک علی الله بعزیز.

دمسلمانانو دوحدت اوپوره یووالی په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x