نظــر

سیاف اوس ناپړیتې وایی

په ټاکنو کې له وګړو سره د دروغو غټې غټې ژمنې د نوماندانو اوس د غولولنې ښه وسیله ګرځېدلې، خو تېره ورځ د سیاف له خولې داسې ناپړیته ووته، چې كېدای شی د غونډې په پای کې به ده هم په ځان پورې خندلی وی. سیاف د خپل کمپاین لپاره په کابل کې د هېواد له څو ولایتونو څخه حافظان او عالمان راغونډ کړی وو. په غونډه کې یې بېچاره ګانو ته ډېرې غوړې او غټې ژمنې ورکړې، خو غټه ناپړیته یې دا وکړه، چې د غونډې ګډونوالو ته یې وویل: “تاسو ماته رایه راکړئ او ما ولسمشر کړئ، زه به په هېواد كې د خلفای راشدینو په څېر اسلامی شریعت درته پلی كړم”. 

د قدرت او چوكۍ نشه رښتیا هم چې په هر چا سترګې پټوی. په سیاف بېچاره خو د ډالرو مینې کلونه وړاندې سترګې پټې کړې وې، خو د قدرت او چوکۍ نشې پرې تازه سترګې ورپټې کړې او په پټو سترګو یې داسې ناپړیتې پیل کړې، چې آن دده خپل اعمال به هم پر ده د دروغو د اثبات لپاره کافی وی. د خلفای راشدینو په څېر د اسلامی شریعت د پلی کولو ژمنه د سیاف له لورې ډېره د شرم وړ ځکه ده، چې دی او خلفاء الراشدین د دوه بېلا بېلو لارو لارویان دی. دی د کفر په لمن كې پروت د بهرنیو کفارو لپاره په خپله خاوره د نامشروع یرغل د جواز د فتواو په ورکولو بوخت دی، خو خلفاءالراشدینو د کفر په زړه کې د اسلام د ځلولو لپاره د کفر لښکرې د اسیا له دایرې بهر د اروپا او افریقا په خاوره کې هم وځغلولې. دی د اسلامی شریعت پر خلاف د رامنځ ته شوې کفری دیموكراسۍ د بنسټیز اصل له لارې (چې ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره د اوسنی شکل عامه رایه ده) د واک د ترلاسه کولو هڅې کوی، خو خلفاءالراشدینو مشری ډېر لوی مسوولیت باله او ټوله هڅه یې دا وه، چې لدې ستر مسوولیت څخه ځان لرې وساتی.دی پر هېواد د راغلی یرغلګر پر وړاندې د سپېڅلو مجاهدینو (چې په اصل کې د خلفاءالراشدینو لارویان دی) د ځپلو او وژلو فتواوې ځكه ورکوی، چې مجاهدین د اسلامی شریعت حاکمیت غواړی، خو خلفاءالراشدینو د کفر پر وړاندې جنګېدونکی هر مجاهد تر ځان لوړ باله. دی د اسلام د حاکمیت په لټه د بندی شوی مجاهد د اعدامولو غوښتنه د پارلمان په رسمی غونډه کې په تکرار کوی، خو خلفاءالراشدینو د کفارو له زندانه د مسلمان بندی ازادول د جزیرة العرب له فتحې غوره ګڼل. دی د نامحرمو ښځو د ډلې په منځ کې عکسونه ویستل د ځان لپاره ویاړ بولی، خو خلفاءالراشدینو د نامحرمو ښځو د غږ له اوریدلو هم ځان ساته. سلګونه بېلګې شته، چې د سیاف او د خلفاءالراشدینو د اعمالو په خپلو کې هیڅ تړاو سره نشته. پوښتنه داده، چې سیاف خو په هره مطبوعاتی غونډه کې د دیموكراسۍ له غوښتنې سره سم ښځو ته د ازادۍ د ورکړې ژمنې کوی، نو سیاف په کوم دلیل د خلفاءالراشدینو په څېر د اسلامی شریعت د پلی کولو لاپې وهی؟ د سیاف عجیب استدلال دی، د کفری دیموکراسۍ تر چتر او اصولو لاندې د خلفاءالراشدینو په څېر اسلامی شریعت پلی کول ؟ ؟ ؟ ! ! ! د مسعود د وژنې د دیارلسم تلین په غونډه کې د قرانکریم د ایاتونو او نبوی احادیثو ناسم تطبیق د سیاف هغه تکراری كړنه وه، چې آن د ډېر کم علم لرونکی انسان هم پرې د منحرف ګوته كېښوده، نو اوس تاسو ووایئ چې د اسلام له اصولو منحرف انسان به څنګه د اسلام بنسټیز اصول پلی او د خلفاءالراشدینو په پل پل كېږدی؟؟ 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x