نړۍ

نایجیریا: درې امریکايي عسکر وژل شوي، دوه نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): په افریقايي هیواد نایجیریا کې درې امریکايي عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو سره سم تېره ورځ چهارشنبه د مخالفو وسلوالو په یوه کمین کې پنځه نایجیري عسکر هم ووژل شول.

پېښه هغه مهال را منځته شوه کله چې وسلوالو پر دولتي ځواکونو برید وکړ او بیا تر تیښتې وروسته یې د امریکايي او دولتي ځواکونو ګزمې ته د «مالي» هیواد سرحدونو ته نیژدې کمین ونیوی، چې په پایله کې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د نایجیریا په لویدیځه کې د «مالي» سرحدونو ته نیژدې د نورو وسلوالو مخالفینو تر څنګ د القاعده ډلې یو ګروپ هم فعالیت کوي.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت کوم لوري په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x