ټکنالوژي

د لاس ویګاس پېښه د ټویټر په تاریخ کې تر ټولو غمجنه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): د رویټرز خبرې اژانس د راپور سره سم پر ټولنیزي پاڼې ټویټر تر سره شوې څېړنې ښودلې چې د دغه پاڼې په تاریخ کې تر ټولو غمجنه ورځ د لاس ویګاس د پيښې وه.

د لاس ویګاس په ښار کې یوه سپين پوستي ۶۴ کلن امریکايي پر یوه کانسرت ډزي وکړي چې له امله یې ۵۹ کسان مړه او تر ۵۰۰ زیات نور ټپيان شول. دغه پېښه د امریکا په نیژدې تاریخ کې تر ټولو خونړۍ وبلل شوه.

رویټرز په خپل را پور کې ویلي چې پر ټویټر د خوشحالي معلومولو ګراف «هیډنومیټر» ښودلې چې په دغه ورځ یوازي ۵.۷۷ سلنه خلکو د خوښۍ څرګندونې کړي.

ددې تر مخه د فلوریډا د پيښې په ورځ د ټویټر په کاروونکو کې د خوښۍ ګراف ۵.۸۴ ته را ښکته کړی وو. په دغه پېښه کې هم ۵۰ تنه همجنس بازان د یوه افغاني الاصله امریکايي «عمرمتین» په ډزو وژل شوي وه.

په ټویټر کې د فعالانو د خوښۍ ګراف د ریاضیاتو او کمپيوټر دوه پوهانو «پيټر اوډز او کریس دانفورث» په فیرمونټ پوهنتون کې جوړ کړی، یاد ګراف په ټویټر کې د فعالانو د هرې ورځې څرګندوني په اتوماته توګه څاري او په ځانګړي ډول هغه توري چې په پیل کې راغلي وي: زه داسي حس کوم، یا نور ورته توري چې احساسات ځیني څرګندیږي.

یاد ګراف یوازي د انګریزي ټویټر لپاره کار کوي.

په لاندي ادرس کې کتلای شئ:

http://hedonometer.org/index.html

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x