افغانستان

کندز: وسلواله نښته کې ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، دکندز په چهادره ولسوالۍ کې  د دوی ملګرو له ملي اردو، پوليسو او اربکيانو سره سخته جګړه کړې چې، له امله يې د اردو اته عسکر، شپږ پوليس او پنځه اربکيان وژل شوي دي.

د مجاهد په وينا پرون سه شنبه سهار ۹:۳۰ بجې د چهادرې ولسوالۍ يتيم، کچه ګړۍ، ازبکانو، مدرسه او سرکليو سيمو ته پوليس او ملي اردو د پوستو اچلولو په موخه ورغلل چې، د دوی د وسلوالو ملګرو له سخت کمين سره مخ شول.

 مجاهد زياتوي چې، په دغه جګړه کې د ملي اردو، پوليسو او اربکيانو ۱۹ غړي وژل شوي او شپږ يې تپيان دي.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x