افغانستان

روزګان کې ۲۴ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): د روزګان ولایت چارواکي وايي، چې په چورې ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه څلوریشت دولتي عسکر وژل شوي دي.

د چورې ولسوال امین الله خالقي ويلي، چې وړمه ورځ د تلې په اتمه د طالبانو په ډله ییز برید کې اتلس عسکر او شپږ پولیس وژل شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په چورې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښتې روانې دي.

ځایي سرچينو منلې، چې طالبان د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي او يو شمېر پوستې يې هم نيولي دي.

طالبانو هم ویلي، چې د ۲۳ عسکرو مړي يې د سره صليب نړيوالې ادارې ته سپارلي دي.

ځايي خلکو هم ویلي، چې ولايتي چارواکو د ځایي سپين ږیرو او مخورو په مرسته دغه عسکر د طالبانو له ليکو راویستي دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په خپل ټویټر پيغام کې ويلي، چې د وژل شوو عسکرو مړي يې د سره صلیب ادارې ته سپارلي دي.

د روزګان ولايت سرچينې وايي، چې وژل شوي عسکر به کابل کې دفاع وزارت ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه خپلو کورنيو ته سپارل کېږي.

د ګډ حکومت دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کې طالبان يو ځل بيا د نور هېواد په ګډون په سویلي ولايتونو کې فعال شوي دي.

په هلمند، روزګان، کندهار او نورو ولايتونو کې يې پراخ عملیات پيل کړي دي.

 د هلمند د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، چې طالبان يو ځل بيا د ولايت مرکز لښکرګاه ته نژدې شوي او هڅه کوي، چې ولایت ته سقوط ورکړي.

د افغانستان د چارو امریکا مېشتی پاکستانی کارپوه احمد رشید وايي، چې د افغانستان په سویل کې هلمند هغه سټراټيژيکه سيمه ده، چې واک يې له هر چا سره وي، پر ټولو سویلي ولايتونو به يې راج چلېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x