نړۍ

روسیه: په سوریه کې امریکایان د داعش ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): د روسیې د دفاع وزارت ویاند تېره ورځ چهارشنبه رسنیو ته وویل چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو له نیژدو څخه د داعش وسلوال پر حکومتي او روسي ځواکونو بریدونه کوي.

جنرال ایګور کوناشیکوف رسنیو ته د وینا پر مهال ګواښ وکړ چې دوی به اخیر مجبور شي چې ددغه خطر د له منځه وړلو په خاطر د امریکایانو تر تصرف لاندي سیمو کې عملیات وکړي او خطر به له منځه یوسي.

نوموړي وویل چې د اردن سرحد ته نیژدې چیري چې امریکايي ځواکونه مېشت دي، د داعش وسلوال پر دولتي ځواکونو داسي دقیق بریدونه کوي لکه د هغوی تحرکاتو کوردینات چې ورکول شوي وي.

کوناشینکوف وویل چې امریکایان دا ناڅاپي پيښې بولي، خو که داسي ناڅاپي پيښې تکرار شي دوی به د امریکایانو تر تصرف لاندي ټوله سیمه له منځه یوسي.

او زیاته یې کړه: د اسلامي دولت ډلې په ماتولو کې لوی خنډ دا نه دی چې هغوی په عسکري لحاظ قوي دي، خنډ هغه کومک او همکاري ده چې د امریکا څخه یې تر لاسه کوي».

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندي د سوریې په دیر الزور کې د روسانو یو جګپوړی جنرال د داعش په هاوان ووژل شو او روسیې وویل چې کیدای شي دغه جنرال د امریکایانو د خیانت له امله وژل شوی وي.

باید وویل شي چې د روسیې په شمول د افغانستان ګاونډي هیوادونه او ډیری افغانان په دې نظر دي چې امریکایان په افغانستان کې داعش تقویه کوي تر څو له یوه اړخه طالبان باندي وځپي او له بله اړخه ګاونډي هیوادونو ته خطر ځیني جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x