نادري ناولده

مکه مکرمه: په محراب کې د دیني عالم د وفات ویډیو ثبت شوه / دلته یې وګورئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ ماځیګر تر لمانځه وروسته هغه وخت یو دیني عالم وفات شو کله چې يې تر امامت وروسته خلکو ته مخ را واړوی.

دیني عالم ډاکټر خالد القرشي په مکه مکرمه کې د ام القری پوهنتون د دعوت او اصولو په پوهنځۍ کې استاد او د دعوت څانګې مشر وو.

د نوموړي د وفات ویډیو د مسجد د امنیتي کامرې په واسطه ثبت شوه او پر ټولنیزو پاڼو خپره شوه، چې له امله یې اکثرو خلکو په محراب کې د فرض لمانځه وروسته د نوموړي مرګ د هغه د ښه سړیتوب او ښه اخیرت نښه وبلله.

نن د پنجشنبې په ورځ د سهار لمانځه وروسته د ډاکټر خالد القرشي د جنازې لمونځ په کعبه شریفه کې ادا او وروسته د مکې مکرمې په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx