نړۍ

امريکا کې د شام سفارت او کونسلګرۍ بندې شوې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري امر کړی چې، واشنګټن کې دې د شام سفارت، مشي ګن او ټيکساس ايالتونو کې دې د دغه هيواد کونسلګرۍ بندې شي.

کيري د شام ديپلوماتانو ته امر کړی چې، د روان مارچ مياشتې تر اخره دې له امريکا ووځي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي چې، دغه کار يې د اسد د حکومت دناوړه او بشر ضد کړنو له امله کړی دی.

کيري وايي چې، د اسد حکومت تر اوسه تر يو لکو څلويښت زرو زيات کسان وژلي او دا د دوی لپاره د شرم خبره ده چې، د داسې يو هيواد استازي دې دلته و اوسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x