fbpx

عراق: د داعش څخه د موصل په بیا نیولو کې «جاسوسانو» ډېر رول درلود

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): که څه هم داعش په عراق او سوریه کې هغه جاسوسانو ته ډیره سخته سزا ورکول چې د عراقي او یا امریکايي ځواکونو لپاره به یې مخبري کول، خو پر هغه سربېره د رویټرز خبري اژانس د یوه تازه راپور څخه څرګنده شوې چې د موصل په بیا نیولو کې د جاسوسانو رول تر ټولو مهم او ډېر وو.

د رویټرز خبرې اژانس ته په موصل کې د عراقي او امریکايي ځواکونو جاسوسانو او همداسي د پوځ قومندانانو کیسې کړي چې څرنګه دوی یو له بل سره اړیکې نیولې او څرنګه د داعش د تحرکاتو خبرونه پر وخت عراقي ځواکونو او امریکايي الوتکو ته رسیدل.

په دغه جاسوسانو کې داسي کسان هم وه چې د داعش په لیکو کې یو ځای شوي وه او داسي کسان هم وه چې په ښار کې به یې ټوله ورځ ټکسي چلول.

نوي جاسوسان له کومه کېدل:

رویټرز خبرې اژانس ته عراقي ځواکونو ویلي چې دوی به په ښار کې دننه هغه خلک څارل چې دداعش له لوري ورته ضرر رسیدلی وي، د مثال په ډول یو ورور یا قریب یې وژل شوی وي، ځکه چې دا خلکو سره به په زړونو کې د انتقام اور بل وو او په جاسوسي به اسانه راضي کېدل.

همداسي هغه خلک چې پر موصل ښار د کلکې محاصرې وروسته بې روزګاره پاتې وه او هیڅ یې نه لرل چې خپل او یا د کورنۍ نس په موړ کړي، له مجبوریه جاسوسان کېدل.

راپور کاږي کله چې د موصل ښار په لومړیو کلیو کې په داعش ماته ګډه شوه، ددغه ډلې ځینو کسانو هم د خپل خلاصون په خاطر ددوی سره همکاري کول تر څو د ښار تر نیول کېدو وروسته ددوی سره نرم سلوک وشي.

پخوانۍ تجربه:

په اوږده راپور کې ویل شوي چې همدا کار عراقي ځواکونو په فلوجه ښار کې هم د داعش سره وکړ او بیا یې په موصل کې د زړې تجربې څخه په استفادې په ډېره ښه توګه اداره کړ، که څه هم په منځ کې ډیر جاسوسان ووژل شول خو داعش یې هم ډېر وځپی.

یوه جګپوړي قومندان رویټرز خبري اژانس ته وویل ، که چیري زمونږ سره د جاسوسانو مرسته نه وای، زمونږ د نهه میاشتو جګړه به کلونو ته اوښتې وای او د ښار دننه به ډیري خونړۍ جګړې را منځته شوي وای خو د جاسوسانو په مټ مونږ وتوانیدلو چې د داعش د ټولو تحرکاتو څخه پر وخت خبر ولرو او مرګوني بریدونه باندي وکړو.

باید وویل شي چې داعش په موصل ښار کې د عامو خلکو لپاره د تلیفون پر کارولو بندیز لګولی وو او له وجي يې هغه کسانو ته هم وحشي سزا ورکول چې د تلیفون د استخدام شک به باندي وسو.

رویټرز ته ځینو جاسوسانو د خپل تلیفونونو او سیم کارټونو د پټولو طریقې هم بیان کړي. ځکه چې څوک به د جاسوسۍ په تور ونیول شو هغه بیا نه یوازي د خلکو په مخکې په ډېر اهانت وژل کیدی بلکې جسد به یې د لسو څخه تر پنځلسو شپو د ښار په مرکزي سیمو کې ځوړندیدی او پر جسم به یې د جاسوسی تور لیکلی وو.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د