
ارباب: په دې هیله چې د «مطمئن» راتګ د سولې بهیر ته تقویت ورکړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): مشهور انځورګر او د مدني فعال حمدالله ارباب له بند څخه د را خلاصېدو وروسته د نظرمحمد مطمئن یو انځور کښلی او هیله یې څرګنده کړې چې د مطمئن راتګ به د سولې روان بهیر ته تقویت ورکړي.
د ارباب په لاس انځور شوی د مطمئن انځور باندي په پنسل قلم لیکل شوي:
مونږ سوله غواړو! سوله زنده باد! جنګ او جنګ خوښونکي مرده باد!!
په دې هیله چې د مطمئن صیب راتګ د سولې روان بهیر ته تقویت ورکړي!
باید وویل شي چې د مطمئن تر نیول کېدو وروسته او همداسي د ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلان وروسته د سولې بهیر ټکنی شوی او داسي نه ښکاري چې په نیژدې راتلونکي کې دي په دغه اړه قدمونه اوچت شي.
که له یوه اړخه د جګړې د یوه اړخ «طالبانو» د دفتر د بندولو اوازې د رسنیو د سرټکي دي له بله اړخه د سولې غوښتونکي او مدني فعالان په یوه او بل نامه تر رنګا رنګ ګواښونو لاندي دي چې له امله یې د کارپوهانو په وینا پر هیواد د جګړو سایې خورې دي.
ارباب صاحب ، ستاسی وړاندوینه دقدر وړ ده چه د مطمن صاحب په راخوشی کولو به د سولی بهیر تیز او ممکن شی ، مګر له بده مرغه ممکنه نه ده . او هغه داچه تر دی دمخه هم مطمن صاحب د سولی د راوستلو د پاره خپل وخت وقف کړی وو نه یواځی د اچه سوله رامنځته نه شوه بلکه دی پکی دوه ځلی د غلام اړخ له خوا د بادارانو به دستور یی دوه ځلی بندی شو او بندیخانه کی به همدی شکنجه شو چه بیا به د سولی اواز نه بورته کوی . د وحشیانو استثمارګرو استثمار… نور لوستل »