نړۍ

ټیلرسون: پاکستان اوس هم د باور وړ ملګری دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د ملاقات پر مهال وویل چې پاکستان اوس هم په سیمه کې د امنیت لپاره د امریکا د باور ملګری دی.

نوموړي وویل چې په سیمه کې زمونږ د باور ملګری پاکستان دی، د امریکا او پاکستان اړیکې د سیمې د امنیت لپاره ډیرې مهمي دي، کله چې مونږ د جنوبي اسیا په اړه خپله ستراتیژې جوړوله، د پاکستان سره مو د امنیت په اړه اړیکو ته ډېر اهمیت ورکړ.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې زمونږ او د پاکستان اړیکې د افغانستان لپاره نه دي، بلکې د پاکستان د ثبات لپاره دي مونږ د پاکستان د راتلونکې په اړه اندېښمن یو، مونږ غواړو چې دغه هیواد په امن وي، فکر کوم چې زمونږ اړیکې به نورې هم تقویه شي، مونږ به ډېره هڅه وکړو چې دغه اړیکې نورې هم پیاوړي شي.

باید وویل شي چې نوموړی په داسي وخت کې پاکستان د امریکا باوري ملګری بولي چې هیواد یې په افغانستان کې د هندوستان څخه د زیات رول غوښتونکی دی او پاکستان سخت مخالفت ورسره ښودلی دی.

تېره ورځ د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف دانفر هم د سنا په مجلس کې دفاعي کمیټې ته په یوه جلسه کې وویل چې د پاکستان استخبارات د «ترهګرو» سره اړیکې لري.

ددې تر مخه د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس هم پاکستان ته ګواښ کړی وو چې وروستی فرصت ورکوي، کچیري بیا هم همکاري ونه کړي، دوی به پر نورو لارو چارو غور وکړي.

د یادونې وړ ده چې په تیرو ورځو کې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه افغانستان ته راغلی وو او د ولسمشر اشرف غني سره یې په ارګ کې ملاقات وکړ، وروسته ارګ ادعا وکړه چې د پاکستان په رویه کې بدلون راغلی دی چې دوی یې امیدواره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دوی ټول دجالی لوی شیاطین دی . دروغ ، غلا ، درغلی ، وهل، وزل او شکنچه کول یی هنر دی . دکتوری او ماستری یی په لوکسو دریشیو او نیکتایو کی نغښتی ، هر څه چه دوی وایی هماغه قانون او اخری سمه خبره ده د شیطانی میدیا په واسطه له سپینه تور او له توره سپین جوړوی. اسلامی خو په ځای پریږده انسانی معیارونه یی سرچپه کړی . بل لویه لاسته راوړنه چه دوی لری د اذهانو د مغشوشوولو د پاره چه څوک د دوی دجالی کړنی تعقیب نه کړی ، [ څه چخ وایی هغه نه وایی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x