افغانستان

جیمس ماټیس: بهرني ځواکونه د طالبانو په ځپلو کې فعاله ونډه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): په داسي وخت کې چې د ناټو په شمول امریکا ادعا کوي چې په افغانستان کې د بشپړ ملاتړ ماموریت تر نامه لاندي افغان ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکوي، د امریکا دفاع وزیر وویل چې ددوی ځواکونه د طالبانو په ځپلو کې فعاله ونډه لري.

نوموړي وویل چې اوس هغه پخواني محدودیتونه لیري شوي دې چې پر بهرنیو ځواکونو وه او یوازي هغه وخت ورته د جګړې اجازه وه چې کله طالبان ددوی قرارګاو ته جدي خطر شي.

نوموړي وویل چې اوس هغه بندیزونه هم لیري شوي چې د عملیاتو تر مخه به مو افغان ځواکونو یا چارواکو ته خبر ورکوی، اوس مونږ کولای سو چې په خپل سر چې چیرته وغواړو، هلته عملیات وکړو.

باید وویل شي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې پر بهرنیو ځواکونو یو لړ بندیزونه ولګېدل چې دوی به په یوازي سر د شپې چاپې نه وهي او نه به د افغان اړخ سره د همغږۍ پرته چیري بمبار کوي، خو د اشرف غني تر راتګ وروسته کرار کرار دغه قیودات لیري او اوس جیمس ماټیس ومنله چې دوی اوس له ټولو قیوداتو په امن دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د ملکيانو په منځ کې د امریکايانو د بمبار او شپنیو چاپو له امله تلفات زیات شوي دي خو د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي تړون او نورو تړونونو له امله امریکایان په افغانستان کې له هر رنګه محکمې او مسؤولیته مصؤون دي.

د کارپوهانو په نظر حتی اوس که امریکایان په افغانستان کې چیري بمبار وکړي او هغه د ملکي تلفاتو سبب شي، بیا یې مسؤولیت دفاع وزارت خپل هوايي ځواکونو ته منسوبوي تر څو امریکایان د افغانانو په منځ کې نور بدنامه نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x