د ملي اردو ځواکونه د زړه سوي وړ دي!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د سره صلیب کمیټې د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې د هغو وژل شویو دولتي سرتیرو جسدونه خپلو خپلوانو ته وسپارل کوم چې تر وژل کیدو وروسته څو ورځې د جګړې په ډګر کې پاتې وو.

د دغو وژل شويو سرتیرو جسدونه چې ټول د ملي اردو په رسمي لباس ملبس و په خورا بوږنوونکي وضعیت کې عکاسي او انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړل شوي هم وو.

د اسلام مقدس دین انساني کرامت ته په درناوي سره د مړیو د جسدونو له هرډول توهین او بي حرمتي څخه په کلکه منع فرمایلې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به له مشرکینو سره د جګړې په مهال صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د مړیو له مُثله او نُهبه (پوزي او غوږونو پري کولو) او د هغوي له بیحرمتي کولو څخه منع کول.

له بده مرغه زمونږ په هیواد کې د اوږدې جګړې له امله پر نورو ناخوالو سر بیره دغه اصل هم له پامه لویدلی او د جګړې په مهال د ښکیلو اړخونو لخوا د وژل شویو د جسدونو انساني کرامت ته توجه نه کیږي، ډیر وخت داسې پیښ شوي چې هغوی په موټرونو پوري تړل شوي ، کله هم د خلګو د ویرولو په غرض د موټرو او جنګي وسائطو په بانټ (مخ) غورځول شوي ، سوځول شوي او کله هم تر ورځو ورځو پوري همداسې سره لمر ته پاتي شوي دي.

دلته زمونږ اصلي خبره د چوري په ولسوالۍ کې د وژل شویو ملي اردو سرتیرو په وضعیت باندې ده.

د چورې په ولسوالۍ کې وژل شویو د ملي اردو ځواکونو له خپل لوري تر هغو پوري له دولتي حاکمیت څخه دفاع وکړه ترڅو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو دولت یې نه یواځې دا چې د هغوي په ژوند ژغورلو کې کومه توجه و نه کړه ؛ بلکې د هغه ترڅنګ یې تر وژل کیدو وروسته هم هغوي همداسې د جګړې په ډګر کې بي برخلیکه پریښودل چې که د سره صلیب مرسته نه وای ښايي اوس  هم لا د هغوي بي روحه جسدونه همداسې سره لمرته پراته وای.

دا چې یو سر تیری د خپل دولت په دفاع کې د سر ورکولو تر بریده جنګیږي په کار ده چې دولت یې هم په بالمثله معاملې سره د هغه د قربانیو درناوی وکړي.

خو زمونږ د ملي اردو سرتیري دومره بي ارزښته دي چې نه یې څوک د ژوند پروا کوي او نه هم د مرګ .

په ژوند کې یا د مخالفینو تر محاصرې لاندې په تدریجي مرګ مري او یا هم د امریکایانو په اشتباهي !!! بمباریو کې وژل کیږي چې جسدونه یې په شپو، شپو د جګړې په ډګر کې پاتې وي او څوک یې د تکفین او تدفین پوښتنه هم نه کوي .

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همدا د کاپیټالیزم لوی فارمول او بلا ده چه : تر ټولو لمړی حتی هغو هیوادو کی چه دوی ورته خبل واایی [ نهه نوی سلنه خلک یی د فقر او سواد له کچی ښکته ساتلی او یو سلنه یی بیلونران کړی ] همدا فارمول به مستعمره هیوادو کی هم عملی کړی او عملی کوی ، یعنی هغه نهه نوی سلنه خلک له یوی مخی نابوهه ( څه چه ورباندی کوی هغه پری کوی څه چه ورته وایی هغه به منی ) او د بل اړخه وږی او تړی دی له یوی خوا کارونه یی قصدا کمیابه کړی او له… نور لوستل »