الشیخ عبد الفتاح أبو غدة رحمه الله

یو څو اهم اسلامي آداب (11) : 10 ادب : دمیزبان په کور کې دناستي او دهغه داحترام قبولو ادب

لیکنه : عبد الفتاح ابو غده…

ژباړه : مفتي احسان اللّه…

دخپل مسلمان ورور او میزبان سره دناستي پر ځای کشماکش مه جوړه وه ، بلکي هلته کښېنه چرته چې دوی درته وايې ، ځکه که دخپل مزاج سره برابر کښېنې ، ممکن له هغه ځایه نه دي ښځي ښکاري ، یا پر هغه ځای دناستې نه دي دکور خاوند ته تکلیف رسيږي ، لهذا ته دخپل میزبان له خواهش سره سم کښېنه ، او دهغه احترام او عزت ته لبیک ووایه .

دجليل القدر صحابي حضرت عدي بن حاتم طائي رضي اللّه عنه داسلام راوړلو په کيسه کې راځي ، چې هغه دنبي کریم صلی اللّه علیه وسلم په خدمت کې حاضر سو ، نو نبي علیه السلام دهغه دعزت لپاره ده ته بالښ وړاندي کړ ، او خپله دی صلی اللّه علیه وسلم پر زمکه کښېناست .

عدي رضي اللّه عنه وايي : بیا زه رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم له ځان سره بوتلم ، کله چې کور ته ننوتلو ، دپوستوکي یو پالښ چې دخورماو له پاڼو ډک و زما خوا ته را وړاندي کړ ، او ويې فرمایل : پر دې باندي کښېنه ، ما ورته وویل : ته ورباندي کښېنه ، ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل : نه ! ته ورباندي کښينه ، نو بیا زه ورباندي کښېناستلم ، او رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم پر زمکه کښېناستی . [دا واقعه ابن کثیر په البدایة والنهایة : 5/64 کې له سیرت ابن هشام نه نقل کړي ده] .

خارجه بن زید دمحمد ابن سیرین رحمه اللّه دملاقات لپاره دهغه په خدمت کې حاضر سو ، چې ګوري ابن سیرین رحمه اللّه بالښ پرېښود او پر زمکه کښېناست ، خارجه رحمه اللّه دا غوښتل ، چې هغه هم پر زمکه ورسره کښېني ، او داسي يې ورته وویل : تا چې دځان لپاره څه خوښ کړل ، یعني پر زمکه کښېناستل ، زه هم هغه دځان لپاره خوښه وم ، له دې سره ابن سیرین رحمه اللّه وفرمایل : زه په خپل کور کې ستا لپاره هغه څه نه خوښه وم ، کوم چې دځان لپاره يې ښه بولم . نو ځکه کوم ځای چې درته وښودل سو ، هلته کښېنه .

همدا رنګه دکور دخواوند پر ځانګړي ځای مه کښېنه ، مګر په هغه وخت کې کښېناستلی سې، چې هغه په خپله حکم درته وکړي ، ځکه رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم فرمايلي دي :

لا يؤم الرجل الرجل في سلطانه ، ولا يقعد  في بيته على تكرمته إلا بإذنه .

ژباړه :

یو سړ دي دبل سړي امامت نه ور کوي ، دهغه دمنصب پر ځای ، او نه دي دهغه په کور کې دهغه پر خاص ځای کښېني ، مګر دهغه په اجازت سره . [ددې روایت امام مسلم کړی دی]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د