نړۍ

پاکستان: په یوه زیارت کې چاودنې ۱۸ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۶): د بلوچستان ایالت د جهل مګسي ولسوالۍ په فتح پور سیمه کې د پیر راخیل شاه پر زیارت چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

جهل مګسي د بلوچستان په منځنۍ سیمه کې خضدار ښار ته نیژدې یوه مستقله ولسوالي ده، ددغه ولسوالۍ د امنیه قومندان مرستیال اسدالله کاکړ د مړو د شمېر تصدیق وکړ او وې ویل چې په چاودنه کې د سب انسپکټر یو مرستیال (پولیس) او ۳ ماشومان وژل شوي دي.

ددې تر مخه د یادي سیمې مرکزي روغتون مسؤولې رخسانه مګسي رسنیو ته وویل چې دوی ته ۱۵ جسدونه ور وړل شوي او ۲۴ تنه نور ټپیان ورته ورسیدلي چې د هغوی څخه یې ۱۸ تنه د کوټې ښار او لاړکانه ته استولي دي.

پولیس وايي چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه د زیارت په دروازه کې را منځته شوه، ځکه چې د جمعې شپه او هلته یوه میله لګېدلې وه، د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، چې له امله یې مرګ ژوبله زیاته شوه.

باید وویل شي چې دا په کال ۲۰۱۷ کې دوهمه لویه چاودنه ده چې پر زیارت تر سره کیږي، ددې تر مخه په فروري میاشت کې د سنده آیالت په سیهون کي د لال شهباز قلندر زیارت په نښه شو چې له امله یې ۸۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ دلال شهباز چاودنې وروسته په ټول هیواد کې د رد الفساد په نامه عملیات پيل کړل، چې نن یې په اړه د پوځ ویاند رسنیو ته معلومات ورکړل او ادعا یې وکړه چې په دغه عملیاتو کې يې زیات پرمختګ کړی دی.

د پاکستاني رسنیو په حواله د فتح پور د زیارت پر تلفاتو ولسمشر، لوموړي وزیر او اکثره سیاسي مشرانو خواشیني ښودلې او دغه پېښه یې غندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما اند او زما ارزونه په زیارتو کی د ځآنمرګو بریدو په اړه : لمړی : که ووایم چه ښه کار شوی ، زیارتو کی دوی څه کوی ، زیارت نه د دعا ، نه د میلو او نه د سجدو ځای دی . که هغه کس پیغمبر هم تیر شوی وی اوس د زوندو دعا ته اړه لری ، که زوندی په دی نیت ورځی چه هغو مړو ته دعا کوی سمه ده ، لا د هغه قبرو له لیدلو خپل مرګ ورپه یادیږی سمه ده چه خلک هدیرو ته ولاړ شی مګر مشخصی دعاوی وکړی یعنی په دعا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x