د نن سرلیکنه

د فاریاب خونړۍ پیښه ولي او دکوم هدف لپاره؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ یوځل بیا په فاریاب ولایت کې زمونږ یوشمیر مظلوم هیواد وال په ډیر وحشیانه ډول دځان په وینو ولمبول شول.

د تیر په څیر بیا د برید ګرو هویت او هدف نامعلوم پاتي شوی او تر اوسه پوري هیچا د ترسره کیدو پړه پرغاړه نه ده اخیستی.

دغه خونړۍ پیښه پرون سهار د میمني ښار په مرکزي څلور لارې کې رامنځته چې له کبله یې ۱۷ تنه ولسي وګړه مړه او ۴۸ نور ژوبل شول.

د دغه ډول بي هویته او بي هدفه بریدونو تسلسل ته په کتلو سره داسې ښکاري چې دښمن په ډیر مکارانه او ماهرانه انداز سره د هغو پلان ګذاري کړې او غواړي په دغه حساس وخت کې د هغه په وسیله خپلو مکارانه موخوته ځان ورسوي.

د افغانستان په جګړه کې ښکیلې خواوې هریو د ولسي خلګو وژل ناروا او ناموجه عمل بولي.

داسلام سپیڅلی دین د مسلمان ناحقه وژل تر شرک وروسته لویه ګناه (کبیره ګناه) بولي ، او د  مسلمان ناحقه قاتل په همیشني ډول ، د دوزخ مستحق ګڼي .

وضعي قوانین هم د بی ګناه انسانانو وژنه جنایت اود قاتلینو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کوي.

ښه  نو دا چې  د بي ګناه انسانانو وژنه  په هیڅ مذهب او قانون کې مجوز نه لري ، او مونږ وینو چې په افغانستان کې د روانې جګړې جنګیالي  یوې خواته  ټینګ په اسلام ولاړ مذهبي مجاهدین او بل اړخ ته   په اصطلاح  سوله  ساتي  او د وضعي قوانینو پلویان دي  چې د دواړو له نظره   عقیدتا او قانونا د ولسي خلګو وژنه  جواز نه لري ، نوبیا دغه خونړۍ پیښې په تکراري ډول څوک  ترسره کوي؟

د دې پوښتنې ځواب ښکاره دی او هغه دا چې د دغو پیښو عاملین نه  دیني ارزښتونوته عقیده لري او نه  هم  دوضعي قوانینو ځان تابع بولي، یواځې غواړي  د دغسې وحشیانه پیښو په ترسره کولوسره خپلې وحشیانه  غریزې اشباع او د افغانانو ترمنځ  د نفاق، بدګماني او نفرتونو تخم وشندي.

دا د ښمنانو هغه  تر ټولو کاري وسیله ده چې له هغې څخه یې له  مغرب  ادنی  رانیولې بیا تر مصر،یمن ،سوریې او عراق پوري  د اسلامي امت د ځپلو او متفرق کولو لپاره کار اخیستی او اوس غواړي  په افغانستان کې هم ترې کار واخلي.

افغانانو لکه تراوسه چې یې د یرغلګر دښمن  ټول  تخریبي  پلانونه شنډ کړي   باید  د خپل اسلامي بصیرت او ملي وحدت له لاري د دښمن د دغې خطرناکې دسیسې ته  هم   ډیر متوجه او په خپل منځي وحدت سره دهغې له مهلکو ضررونوڅخه ځان وساتي.

د نن ټکی اسیا  سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x