افغانستان

مطمئن په ټولنیزو پاڼو کې خپل اکاونټونو ته لاس رسی نه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د سیاسي چارو کارپوه او د سولې فعال نظرمحمد مطمئن چې په ټولنیزو پاڼو کې ډېر مینه وال لري، تر اوسه نه دی توانیدلی چې خپل «اکاونټونو» ته لاس رسی ولري.

نوموړی دوه ورځې وړاندي د دوه میاشتو او څلورو ورځو تر بند تیرولو وروسته د ملي امنیت له زندانه را خوشي شو او په ټولنیزو پاڼو کې يې په پراخه کچه هرکلی وشو خو لا هم نه دی توانیدلی چې خپل مینه والو ته پر فیسبوک پیغام پریږدي.

مطمئن ته نیژدو سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړی خپل فیسبوک ته لاس رسی نه لري، تر اوسه هم د ټویټر او فیسبوک اکاونټونو برسېره ایمیل هم دده په خپل واک کې نه دي.

او زیاته یې کړه: ددې پر ځای چې مطمئن خپل اکاونټونو ته لاس رسی ولري، د نوموړي له نوم څخه په ګټې اخیستنې جعلي اکاونټونه او صفحې جوړیږي، پیغامونه ځیني خپریږي او د مطمئن د متعلقینو او مینه والو سره اړیکه په نیول کیږي، خو دا ټول اکاونټونه حقیقت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

الله ج دی ژوندی ولری موږ ور باندی ویاړ د هیواد اتل ولسمشر دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x