د ناروغ د پوښتنې اداب او زمونږ ټولنه

عادل عادل

د ناروغ پوښتنه او عیادت د کڼو ټولنیزو ادابو په شان یو مهم مسنونه دود دی چې هم ناروغ ته په روحي لحاظ قوت بښي او هم د عیادت کوونکي لپاره د ثواب تر څنګ په خپله سلامتۍ باندې د شکرانې ایستلو احساس پیاوړی کوي.

د ناروغ عیادت څه وخت او په څه ډول، دا هغه پوښتنه ده چې د ثواب او وبال تر منځ پوله جوړوي.

امام ذهبي د سلیمان بن مهران (مشهور په اعمش) د حال په شرح کې وایي چې هغه ته اوږده او مزمنه بیماري پېښه شوه، خلک به د هغه پوښتنې ته ډېر ورتلل او تر ډېره به ورسره کښېناستل، د خلکو د تلو راتلو له یاد حالت سره سلیمان ستړی شو او بالاخره یې په یوه ټوټه کاغذ باندې یې خپل بیمار حالت ولیکل او تر سراېږدي (بالښت) لاندې یې کېښود، کله به چې څوک د هغه عیادت ته راتلل نو هماغه کاغذ به یې ورمخکې کړ او ورته کړل به یې چې دا ولوله! ، او کله به چې د عیادت کوونکو شمېر پرې را ډېر شو نو له ټول تکلیف سره سره به په ځای کې را کښېناست، په بالښت به یې ډډه ووهله او وېل به یې چې خدای جل جلاله ستاسو ناروغ ته شفا ورکړه!

مونږ او تاسو ته ښایي چې د پوښتنې او عیادت لپاره داسې وخت وټاکو چې د ناروغ د خوب، عبادت، خوراک او ارام وخت نه وي.

د ناروغ پوښتنه کله هم له نورو سره د بنډار بهانه ونه ګرزوو، په بل عبارت د ناروغ د پوښتنې وخت باید لنډ وي او ناسته، پوښتنه او خبرې مو باید یوازې تر ناروغ او د هغه تر سلامتیا او ډاډګیرنې پورې محدودې وي، نه دا چې له ناروغ سره تر لنډه پوښتنه وروسته هغه هېر او د هغه د کورنئ له نورو غړو سره بنډار ته زور ورکړو، او په داسې خبرو سر شو چې ناروغ ته اصلا خوشایندې نه وي بلکه د مزید اذیت سبب یې کیږي، په داسې حالاتو کې د ناروغ د کورنۍ غړو ته ښایي چې په پوره احترام عیادت کوونکي میلمانه بلې خونې ته رهنمایي کړي.

د یادونې وړ ده چې ناروغ ته په خبرو کې د هغه ناروغي سپکه او اسانه معرفي کړو، هغه ته ووایو چې ماشاءالله تاسو خو ډېر ښه یاست ما فکر کاوه چې ډېر ناروغ شوي یاست، تاسو ته دې خدای شفا درکړي، ان شاءالله ډېر ژر به له دې ناروغۍ څخه خلاصون ومومئ او داسې نورې خبرې چې ناروغ خپلې سلامتیا ته هیله من کوي.

همدارنګه پر ناروغ باندې د څرګندېدو په مهال خپل تاثرات مهار او په ورین تندي او له موسکا ډکه څېره ورمخکې شو، نه داسې چې وارخطا او ناهېله کوونکې قیافه مو نیولې وي.

مونږ او تاسو باید کله هم د هغه عیادت کوونکو له جملې څخه ونه اوسو چې ناروغ ته د هغه تر ټولو بد حالت انځوروي، ځنې خو لا د وصیت او ترکې خبرې وریادوي او وار له مخې یې په مړو کې شمېري، دا ډېر نامناسب او له نزاکت سره په واټن کې عمل دی، ځکه د ناروغ روحیه ماتول د هغه د ناروغۍ په وخامت کې څرګند تاثیر پرې باسي، خو برعکس که وکولای شو ناروغ ته د سلامتیا احساس وبښو کیدای شي د هغه د سلامتیا په بهبود کې مو مرسته کړې وي.

کله به چې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د ناروغ پوښتنې ته ولاړ نو به یې وفرمایل: لابأ‌س طهور ان شا‌ءالله،، ژباړه: ستونزه نشته که خدای کول د ګناهونو د پاکۍ سبب مو کیژي.

علماء کرام فرمایي کله چې د داسې یو ناروغ عیادت ته ځئ چې د هغه او مرګ تر منځ ډېر واټن نه وي او یا دا چې د جوړېدو تمه یې نه کیژي نو هغه ته داسې خبرې وکړی چې په خدای جل جلاله باندې د هغه د حسن ظن سبب او د هغه متعال رحمت ته هیله من شي.

یو شاعر څه ښه وایي (دعربي شعر ژباړه):

راغلم د جانان د رنځ پوښتنې ته

زړه مې باندې وسولو رنځور شومه

راغی مې جانان زما پوښتنې ته

په یوه نظر هغه ته ګلورین شومه

کله چې راځمه ستا پوښتنې ته

ځمکه لنډ طناب زما ګامونو ته

او کله چې ستنېګمه ستړېږمه

لومه شي لمن مې قدمونو ته

یو بل شاعر د خدای جل جلاله د ذکر په اړه وایي (دعربي شعر ژباړه):

رنځ نه ستا په یاد باندې خلاصون شمه

یاد ته دې چې شا کړمه رنځور شمه

لنډه دا چې عیادت کوونکي ته نه ښایي چې د ناروغ په وړاندې په دنیاوي چارو ډېرې خبرې وکړي او یا له اړتیا ډېرې ټوکې یا نامناسب الفاظ په ژبه راوړي بلکي خپل د عیادت وخت رالنډ او په خپله مخه لاړ او رخصت شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د