قاري یوسف: په هلمند کې دولتي ادارې ته د ټرمپ ملاتړ هیڅ ګټه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه د دولتي چارواکو هغه ادعاوي رد کړ چې وايي «دوي پياوړي شوي او د ټرمپ ملاتړ ګټه ورته کړې».

نوموړي وویل: «د امریکایي سرغنه ټرمپ له ظالمانه استراتیژۍ د اعلان څخه وروسته امریکایانو هلمند ته خپل جګړه مار عسکر زیات واستول، رنګا رنګ عملیاتونه یې پیل کړل خو الحمدلله په ټولو محاذونو کې یې شرمونکې ماتې وخوړه لاهم کوښښ کوي خو هیڅ پرمختګ یې ندی کړی».

قاري یوسف زیاته کړه چې د هلمند مرکز لښکرګاه شاوخوا د دوی ټول کمربندونه تر اوسه هم پر خپل ځای دي او نه یې د ولایت او یا ټول هیواد په کومه بله برخه کې ځانګړې لاسته راوړنه لرلې ده.

نوموړي وویل چې د طالبانو وروستیو نظامي لاسته راوړنو دا ثابته کړه چې د ټرمپ جګړییزه ستراتیژي ناکامه ده او په وینا یې : « د کابل ادارې د غلامو چارواکو خوشبیني هم بی ځایه  او خپلو ځانو ته دکاذب مورال ورکولو په معناده».

باید وویل شي چې طالبان او دولتي ځواکونه هره ورځ یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي، خو د رسنیو لپاره له ازادو سرچینو څخه ددې خبرونو تایید تل یوه جدي ستونزه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د