fbpx

نیوزویک: د کوم دلیل له مخې داعش د لاس ویګاس بریدګر خپل کس بولي؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): امریکايي مجلې نیوزویک د لاس ویګاس د پيښې په اړه په یوه نوي راپور کې دداعش څخه غوښتي چې د خپلو ادعاو د اثبات لپاره دي دلیل وړاندي کړي او دا دي ثابته کړي چې ۶۴ کلن «سټیفن پادوک» مسلمان شوی وو او یاد برید یې ددوی په خوښه وکړ.

داعش په خپلې برېښنايي ورځپاڼې «النبأ» کې یو معلوماتي انځور خپور کړی په کوم کې چې بریدګر «ابو عبدالبر الامریکي» بلل شوی او د نوموړي برید په اړه یې هغه معلومات خپاره کړي چې تر اوسه د رسنیو له لاري مکرر نشر شوي دي. او زیاته کړې چې بریدګر ۶ میاشتې تر مخه مسلمان شو.

د مجلې لیکوال «اوکونور» په خپل راپور کې ویلي، امریکايي چارواکو هڅه وکړه چې د داعش ډلې ادعاوو په اړه څېړنې وکړي، خو لا هم نه دي توانیدلی چې د بریدګر او داعش تر منځ یو تړاو پيدا کړي.

او زیاته کړې: بریدګر پادوک یو شرابي او قمار باز انسان وو، هیڅ چاته معلومات نه دي شوي چې هغه دي یا مسلمان شوی وي او یا دي د کومې ډلې سره اړیکه لرلې وي، د نوموړي پلار هم ایف بي آی ته مطلوب وو.

مجله زیاتوي چې یوه امریکايي چارواکي یو ځل بیا ورته تایید کړه چې تر اوسه یې د «پادوک» او داعش تر منځ د اړیکو هیڅ ثبوت نه دی موندلی، او زیاته یې کړه چې داعش ډېر ځله ورته ادعاوي کړي چې وروسته غلطي ثابتي شوي دي.

نیوزویک په پای کې ویلي چې داعش که داسي یو ادعا کوي نو باید یو ثبوت هم وړاندي کړي، لکه په نورو ورته پيښو کې چې يې تر عملیاتو وروسته ثبوت نشر کړی دی.

په النباء برېښنايي ورځپاڼه کې د داعش ادعا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د