یوه جاپاني خپله ښځه او پنځه اولادونه سوځولي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): یوه جاپاني خپل پنځه اولادونه او ښځه سوځولې او بیا یې ځان پولیس ته سپارلی دی.

د راپورونو سره سم یوه څلویښت کلن جاپاني د جاپان په «هیتاتي» ښا کې خپل کور ته په داسي وخت کې اور ورکړی کله چې یې ښځه او ۵ اولادونه په کور کې دننه وه، چې له امله یې ټول سوځېدلي دي.

سرچینو ویلي چې د اور وژنې عمله توانیدلی چې د کور اور پر وخت مړ کړي، خو د ماشومانو او مور په ژغورنه نه دي توانیدلي.

د ماشومانو عمر د ۳ څخه تر ۱۱ ښودل شوی، چې په هغو کې یې ۱۱ کلنه لور تر روغتونه په ژوندي حالت کې رسول شوی خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پيښې وروسته په ټول جاپان کې د غم او غوصې احساسات را پاریدلي او حیرانتیا خپره ده چې څرنګه یو انسان داسي جرم تر سره کولای شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.