fbpx
laha12852244

ای نېکمرغې!/ ح . فياض

الله درته خپل دين ـ اسلام ـ کې څومره لوړ مقادر کړی ، څومره قدر يې درته کړی !

درته وايې: له پردیو پرده وکړه!

ځکه هرڅوک د دې وړندی چې تا وويني ، خبرې درسره وکړي او یا درنږدې شي.

خپل کتاب کې يې درته د مريم ، آسيا پڅير قدوه وړاندې کړې ، هغوی ته وګوره ، او دهغوی په پسې لاړه شه ، د هغوی زده کونکې شه ، له هغوی نه عبادت او استقامت ، عفت او صبر زده کړه.

مريم ځوانۍ کې عبادت کوي، بيا تر سخت ازميښت لاندې راځي ، قوم پرې د زنا تولګوي ، د مريم غوندې پاک لمنې ښځه د داسې تورنه مرګ غوره ګڼي، خو له صبر نه کار اخلي.

آسيا د فرعون د شکنجو لاندې وخت تېرولای شي خو د ايمان پريښولو ته نه تياريږي ، رب نه يوه غوښتنه کوي، هغه داچې: ای ربه ماته له ځان سره جنت کې کور جوړ کړه. سبحان الله!

اسلام درته ټولنه کې ځانکړی حيثيت درکړی ، د ژوند هر مرحله کې جلا حقوق لرې؛

کله چې؛

۱ـ لور ، يې: بيا دې مور او پلار باندې امر کوي : خپلو اولادونو ترمينځ عدل او انصاف کوئ ، روزنه کې به د ځوی اولور ترمېنځ هيڅ توپير نکوې ، خو د لور د روزنې په بدله کې پلار ته يو امتياز ورکوي او ورته وايې: که د لوڼو سمه تربيه دې وکړه او په اخلاص دې وروزلې نو بدله کښې به جنت درکړم.

اوس دې خپل مقام په اړه فکر وکړه!

ستا د روزنې بدله کې ورته جنت ورکوي ، یعنې دنيا کې به داسې څه نوي چې ستا د روزنې بدله پوره کړای شي.

او کله چې؛

۲ـ خور ، يې: ستا ورونه ستا د پردې او عفت ساتونکي دي، ستا د عفت پر ساتنه دوی د خپل ځان او مال قربانۍ ته تياريږي، که د نړی په هر ګوټ کې درباندې یو کافر تيری وکړي ستا پر مسلمانو رورونو دا واجبه ده چې ستا بدله واخلي، او که ناتوانه شول، نو د نړۍ په هر مسلمان باندې جهاد واجبيږي، دلته ته د کافرې ښځې پڅير نه يې چې خرڅه کړای شې ، او يا د ښکلا په بازار کې و پلورل شې او يا يواځې د شهوت پوره کولو لپاره استعمال کړای شي ،  نه هيڅکله نه! ستا د عفت ساتنه تر هرڅه قيمتي ده.

که د نړۍ یو مسلمان هم ستا د عفت په لوټيدلو راضي شو، پوښتل کيږي.

پدې ټولنه کې دې ځان و پيژنه!

بيا چې؛

۳- ميرمن، شې: خپل قصر کې به د ملکې پڅير ناسته يې ، لدې قصر نه به د نړی اتلان روزې ،او د دې ښونځي پريښولو او رزق او روزی پسې ګرځيدلو ته هيڅ اړتيا نلرې، ستا پرخاوند باندې واجب دی چې ووځي او ستا د ژوند هر ډول اړتياوې ـ خوراک، څښاک او درملنه ـ او ستا شرعي غوښتنې تر خپل توانه پوره کړي، په تا باندې دا لازمه نده چې ووځې او یو دفتر کې پرديو سړیو ته ـ سره ـ  کار یا مزدوري وکړې، بلکې تا ته يې دنده په همدې قصر ( کور) کې دننه غوره کړې، کله چې دې خاوند له کوره ووځي یوڅو مسؤليتونه درته متوجه کيږي، ته به د کور او ځان ساتنه کې ميړه سره ، او د خپل اولاد تربيه او روزنه کې ټول اسلامي امت سره خيانت نکوې!

کور کې ستا پاتېکېدل د اولاد روزنې لپاره دي هغه څوک چې سبا ټولنې ته وړاندې کيږي او بدلونونه راولي پدې سمندر کې ډوبيدونکې کښتی ژغوري ، امت ته د دې ښکېلاګرو د حسي او معنوي قيدونو څخه ازادي ورکوي . . . .
ډېره ستره او سپڅلې دنده ده.

آيا لدې هم ستره دنده غواړې؟

او کله چې؛

۴- مور، شې: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه: د چا راباندې ډېر حق دی؟

ځواب يې ورکړ: مور

ويې ويل: بيا د چا؟

ځواب يې ورکړ: مور

ويې ويل: بيا د چا؟

ځواب يې ورکړ:مور

ويې ويل بيا د چا: پلار

ستا اولاد ستا خادم دی، هغوی که ستا هرڅومره ډېر خدمت وکړي بيا به هم هيڅکله ستا حقوق پرځای نکړای شي.

داخو لاپريږده، هغه جنت کوم لپاره چې هر انسان د خپل لنډ او محدود عمر شپه او ورځ یو کړې او هر ډول عبادتونه لکه: لمونځ، زکات ، روژه ، حج ، جهاد او نور ډول ډول نيک نيک کارونه کوي پدې اميد چې د الله تعالی رضا لاسته راوړم او جنت ته لاړشم؛

خو ته خبره يې؟

ستا اولاد ته وايې: د الله تعالی رضا د مور او پلار رضا کې ده.

او جنت د مور د پښو لاندې دی.

دغه دې مقام دی!

اوس دې د ځان په اړه لږ فکر وکړه!

له ديواله هاخوا درته څوک نارې وهي، يوڅوک بلنه درکوي ـ ته ډېره ښکلې يې ، د ښکلا بازار ته راشه ـ ، يو څوک د مرستې لاس درغځوي، ستا د خيرخواهۍ په نامه ستا لپاره خلکو سره جګړه کوي، ستا د ازادی په نامه ستا پلار، ورور، خاوند او ځوی وژني!
پام چې دوکه دې نکړي !

دا تجاران دي ، ورسره ناستې ښځې يې دلالانې دې ، دوی ستا په عفت تجارت کوي ، دوی دې د ټېکري غله دي ، دوی ستا د حيا غله دي، دوی غواړې چې د مرستې په نوم دې خرڅه کړي ، دوی ستا د عزت لوټول غواړي، دوی غواړي چې تا د شهوت لپاره منډیانو ته عرضه کړي، دوی ستا پڅير په لسهاو سربيره پر تا هم د خپل شهوت سړول غواړي، دوی تا بربنډوي او د شهوت په زندانو کې دې بندوي ، دوی ستا له غيږي ستا بچی اخلي او لدغې دندې دې ګوښه کوي بدل کې بله دنده درکوي، دوی هغه څوک وژني کومو چې ته پيژندلې يې او قدر يې درته کړی، کومو چې ته له ليوانو ساتلې يې او د کومو له لاسه چې ته د دوی له هرڅه مستغنۍ وې ، او هغه دین – اسلام – هم نه پريږدي کوم چې ستا ريښتينو خيرغوښتونکو ته دغه ډول لارښونه کړې.

خبرې يې مه اوره ! څيرو ته يې مه ګوره ! دوی ، د دوی ملګرو او ځاينو ته مه ورنږدې کيږه!

( راديو ، تلويزيون او د دوی ځينې کورسونه او ځانګړي درسې ځايونه کوم يې چې خاص د همدې دوکه کولو لپاره پرانستلې دي)

ځکه؛ هغوی تا نه ستا ځواني او ښکلا غواړي، کله دې چې مخ وبهيږي ، پستکۍ دې ګونځې وکړي ، او هډوکي دې کمزوري شي ، بيا درسره مخه خه کوي ، مخونه درنه اړوي ، نه به دې خبره واوري او له خپلو اذهانو به دې جنازه پورته او خاورته به دې وسپاري.
سرله ننه ځان وپيژنه!

کوم دين او نظام کې څه ډول مقام او ځای لرې؟

آیا دې نړۍ کې به بل دين او نظام د دومره لوړ مقام درکړای شي؟

نو اې نېکمرغې!

ستا نېکمرغي يواځې او يواځې په اسلام کې ده.

 ح. فیاض

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د