fbpx
ننګرهار اچين ولسوالۍ

ننګرهار: د پاکستان په راکټ یوه مېرمن وژل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې د اچین په ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د راکټ په یوه مرمۍ یوه افغان مېرمن وژلې شوې ده.

نوموړي وویل چې تېره ورځ پنجشنبه دولس بجې شاوخوا د پاکستان له اړخه یوه فایر شوې راکټ مرمۍ د عبدالخیلو په سیمه کې پر یوه کور ولګېدله، چې له امله یې مېرمن ووژل شوه.

نوموړي ددې تر مخه ویلي وه چې د پاکستان له اړخه د پنجشنبې په شپه د اچین او نازیان پر ولسوالیو تر سل زیات راکټونه، هاوانونو او د توپونو مرمۍ ولګېدلي چې له امله یې هیڅ چاته زیان نه دی اوښتی.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي د پاکستان د پوځ ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وه چې د افغانستان له لوري په ویشتل شوي راکټ ددوی یو پوځي سرتیری ووژل شو.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی وو او ولسمشر اشرف غني سره یې په ملاقات کې هغه ته د هر رنګه همکارۍ ډاډ ورکړی وو او دولتي چارواکو د نوموړي راتګ د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په ښه کولو کې یو مثبت ګام وباله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د