نړۍ

روسیه: د ریل ګاډی او بس تر منځ ټکر کې ۱۹ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د روسیې په «ویلادیمیر» ولایت کې د بس او روانې ریل ګاډي تر منځ په ټکر کې د ۱۹ تنو وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

رسنیو ویلي چې بس د کازاخستان هیواد نمبر پلیټ درلود، کله چې د ریل ګاډي له پټلۍ څخه تېرېده، خراب شوی وو، چې له امله یې پر پټلۍ روانې ریل ګاډی ورسره ټکر وکړ.

چارواکو د پيښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

د کازاخستان هیواد د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر پېښه خواشینې ښودلې او ویلي دي چې دوی په دې اړه خپل تحقیقات کوي.

ځینو سرچینو ویلي چې یاد بس د کازاخستان څخه راغلی وو، ټول ۵۷ کسان په کښي سپاره، چې د هغو څخه یې دوه تنه موټر چلوونکي د کازاخستان او پاتې نور ټول د اوزبکستان هیواد وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x