سعودي: ترافيکي پېښه کې لومړۍ موټرچلوونکې ميرمن ووژل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): له هغه وروسته چې سعودي حکومت ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه، په ترافیکي پېښه کې لومړۍ میرمن ووژل شوه.

که څه هم سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې، خو تر اوسه ښځو ته لایسنس ورکول نه دي پيل شوي، خو هغه ښځې چې د نورو هیوادونو لایسنسونه لري، کولای شي چې د هغو څخه استفاده وکړي.

د «الوطن» ورځپاڼې د راپور سره سم د تیرې چهارشنبې په ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې موټر چلونکې ښځه ووژل شوه، چې په دې توګه دا لومړۍ ښځه ده، چې په سعودي کې د موټر چلونې پر مهال وژل کیږي.

ورځپاڼې ویلي چې له ښځې سره يې خاوند هم و، د جدې ښار په «الاجواد» کلي کې يې موټرواني کوله چې ترې بې کنټروله شو او له دیوال سره يې ټکر کړ.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت ملک سلمان د یوه فرمان په صادرلو سره ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه. د دې تر مخه سعودي د نړۍ په سطحه یوازینی هیواد و چې په قانوني لحاظ یې ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د