نړۍ

ماټیس: هندوستان افغانستان ته د پاکستان له وجې خپل پوځ نه لیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزیر جمس ماټیس په وینا هندوستان افغانستان ته ځکه خپل پوځ نه لیږي چې پاکستان په دې اړه اندیښنې لري.

ماټیس دا خبري د امریکا د سنامجلس د وسلوال پوځ کمېټې ته کړي دي او ټینګار یې کړی دی چې په افغانستان کې د هندوستان رول ډېر مهم دی.

نوموړي وویل: چې په واقعیت کې د هندوستان تګلاره ډېره مناسبه ده، هندوستان ځکه خپل پوځ افغانستان ته نه لیږي چې دا به د پاکستان سره ددوی ستونزې نورې هم پيچلي کړي.

او زیاته یې کړه چې د پاکستان او هندوستان تر منځ ازاد تجارت او خلاصې پولې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو سمولو کې ښه رول لرلای سي.

ماټیس همداراز وویل، مونږ غواړو چې د جنوبي اسیا په اړه زمونږ ستراتیژۍ هر اړخیزه وي، تر څو پاکستان داسي فکر ونه کړي چې د هندي پوځ له لوري دوی محاصره کیږي او یا ورته ګواښ جوړیږي.

باید وویل شي چې د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان په نیویارک کې د امریکا پر نوي ستراتیژۍ سختې نیوکې وکړې او وې ویل چې په هیڅ توګه نه غواړي هندوستان په افغانستان کې پوځي رول ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

بس هم دغه كار پاته دي چي هندو عسكر هم خپل بخت زموژ باندي وازماي نور خو تول پوره سو البته شكست ددوي مقدر گرزيدلي دي او ان شاء الله ماته به خوري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x