شعـــــرونه

د اوښکو برسات

 

سمندر له مانه ښه دی

که له درده لیونی شو

او سینه یې له دقته  شوه لبرېزه

نو د ( آه ) مخ خو یې اوړي

اسویلي به یې زړه سپک کړي

اسویلي خو به یې چیرته جل وهلیو . .

لمر وهلیو ته د وریځو سایه بان شي !

هسکه ! ته هم بختور یې

که له غرېوه دې زړه ډک شو

او د اوښکو بارانونه دې راپرېښول

چېرته تږی للمه زار  خوبه سېراب کړې  !

چېرته مړاوې  ګلغوټۍ خو به ګلاب کړې !

دګلاب  په څانګه ناست  توره بلبله !

که دې خار په زړه کې مات شو

او له درده په سلګو شوې

باغ وراغ دې په ځګیرویو  سندریز کړ

دچا ذوق دترنم خو به خړوب کړې !

کوم تُشنه د موسیقیت خو به مجذوب کړې !

خو،  هـای . . . زما په درد وکرب چې  . .

نه مې آه چا ته سایه شو

نه داوښکو په باران مې څوک سېراب شول

په ځګیرویو او ګیلو مې خلک خاندي

اې  دغم او دخوښیو ستر خالقه !

که مې اوښکې لباسي وي

که ژړا مې مصنوعي  وي

ستا دغیب له خزانو نه

داسې آه  داسې فریاد را

چې په وريځ داسویلیو

په تناوو  د ځګیرویو

او د اوښکو په  ږلیو

دعمرونو قحط  مات کړم

جوړ بهار او جوړ برسات کړم . . .
۱۴۳۵/۵/۱۷هـ ق

قاري سعید

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x