نړۍ

خواجه اصف: پاکستان د امریکا د ستراتیژۍ په اړه ژورې اندېښنې لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په واشنګټن کې رسنیو ته وویل چې هیواد یې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ په اړه ژورې اندېښنې لري، په ځانګړي ډول هندوستان ته د زیات ورکولو په برخه کې.

امریکايي ولسمشر او جګپوړي دولتي چارواکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژې کې هندوستان ته د زیات رول ورکولو خبر ورکړ او دفاع وزیر یې هندوستان ته سفر هم وکړ او د هندي عسکرو غوښتنه یې وکړه چې هندوستان رد کړه.

د جیمس ماټیس په وینا هندوستان ځکه افغانستان ته خپل ځواکونه نه لیږي چې فکر کوي په دې توګه به د پاکستان سره شخړه نوره پېچلې شي.

خواجه اصف وویل چې تر څو په افغانستان کې امنیت او سوله نه وي راغلې، په سیمه کې به بې امنیتي او ستونزې ادامه ولري او زیاته یې کړه چې ددغه کار لپاره باید امریکا او پاکستان په ګډه کار سره وکړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی وو، بیا پاکستان ته د یو څو ورځو لپاره راغلی او اوس بیرته امریکا ته په رسمي سفر تللی دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره هم ولیدل او دواړو لورو د امریکا پر نوي ستراتیژۍ او د پاکستان پر اندېښنو خبرې سره وکړي.

د ملاقات وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا اوس هم پر پاکستان ټینګ اعتماد لري او په جنوبي اسیا کې يې د باوړ وړ ملګری بولي.

بلخوا هندوستان او افغانستان تل پر پاکستان توري پوري کوي چې په سیمه کې د تروریزم ملاتړ کوي او په خپل هیواد کې يې «ترهګرو» ته پناه ورکړې ده، چې پاکستان یې په کلکه ردوي او د «تروریزم» سره په جګړه کې خپل د قربانیو یادونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x